سید زیارمل هاشمي په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان سیمیزو رسنیو سره کار پیل کړ او د ۲۰۱۸ د مې میاشتې نه یې د امریکا غږ پښتو او دري څانګو سره د خبریال او پروډیوسر په صفت کار پیل کړی. هاشمي د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی لوستلی.
امریکا کې د ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول مرکز ویلي چې د کرونا ویروس پر وړاندې تر ټولو زیانمن هغه کسان دي چې سیګرېټ څکوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې وايي، په دغه هېواد کې یې د تیلو او مایع ګازو بیې لوېدلي دي.
د تعلیمي بنسټونو د فعالیت ځنډېدو وروسته کابل کې د انګلیسي ژبې یو خصوصي انستتیوټ د لرې لارې یا په انلاین بڼې زده کړه پیل کړې ده. سید زیارمل هاشمي- امریکا غږ
ډاکتران او دیني عالمان وايي د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره باید لمونځونه په ځانګړې توګه تراویح په کورونو کې وشي. خو ایا د نن ورځې ټیکنالوژۍ ته په کتو، دغه کار څومره شونی دی؟
د افغانستان د ولسي جرګې یو غړي بلخ کې خپل اوه پوړیزه ودانۍ د ټولو امکاناتو سره د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ته سپارلې.
په افغانستان کې د غر ختنې یو شمېر لوبغاړي د هندوکش غرونو د (د شت خونی) په نوم لوړه څوکه چې ۴۵۰۰ متره لوړوالی لري وختله.
کابل ښار کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د ثبتېدو دوه ورځې وروسته د لومړي ځل لپاره د کابل ښاروالۍ د دوا پاشلو ډلې دغه ښار کې د ضد عفوني کولو لړۍ پیل کړه.
د افغان ښځو شبکې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د خوشې کولو په اړه د خبرو یوه ورځ وروسته اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کروناویروس د تشخیص لپاره د دغه وزارت د ظرفیت لوړولو په برخې کې هڅې روانې دي.
د کب ۲۷ چې د مارچ ۱۷ نېټې سره سمون خوري افغانستان کې د خبریالانو ورځې په نوم لمانځل کیږي.
د ننګرهار د کامې ولسوالۍ ته د شیریخ خوړلو لپاره د افغانستان له ګڼو ولایتونو نه سیلانیان ورځي. دغه شیریخ د نورو په پرتله د دغه ولایت له ګوړې او د غوا تازه شیدو او پیروي نه جوړیږي.
افغانستان له ایرلنډ سره د شل اوریزو دریو لوبو لړۍ ۲-۱ وګټله.
د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د اسلامي بانک جام دریمه شل اوریزه نړیواله لوبه نن سه شنبه (کب ۲۰) د هند په ګرېټر نویډا شار کې پیل شوه.
په دغه ښوونځي کې زده کوونکو ته د دودیز سیستم پر ځای پر ډیجیټلي بنه ښوونه او روزنه ورکول کیږي. د ښوونځي مسولین وايي دغه سیستم زده کوونکو ته د معلوماتو د لاسرسي په برخې کې اسانتیا رامنځ ته کوي
د افغانستان امریکايي پوهنتون پخوانی ښوونکی ټیموټی ویکس چې درې نیم کاله یې د طالبانو په بند کې تېر کړي د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې توافق په مراسمو کې ګډون کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې پر بیټسمین او ویکټ کیپر محمد شهزاد محمدي باندې یې د لوبې نه کولو بندیزونه لرې کړی دي خو بورډ سره به د محمدي تړون باندې بندیز د ۲۰۲۰ زېږدیز کال تر اګیسټ میاشتې پورې پاتې وي.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ رئیس وايي، روان کال په دغه ولایت کې د جوارو په حاصلاتو کې ۱۶.۵سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان د عدلیې وزارت وايي چې په روان هجري لمریز کال کې ۴۸۶ افغانانو د تابعیت پرېښودنې غوښتنې کړي دي.
کنګینه د خټو جوړه هغه کوپړۍ ده چې د انګورو د فصل په پای کې پکې دغه میوه اچول کیږي چې تر ژمي تازه وساتل شي. که څه هم اوس مهال د میوو د تازه ساتلو لپاره سړې خونې جوړې شوي، خو کنګینو کې د انګورو ساتلو رواج لا هم پر خپل ځای پاتې دی. سید زیارمل هاشمي- امریکا غږ
په داسې حال کې چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان وروسته هېڅ بهرني هېواد یا کوم نړېوال بنسټ د ولسمشر غني د
نور پورته کول