شاهين افريدي په ۲۰۱۴ کې د اسلام اباد نمل پوهنتون څخه په ژورنالزم کې ماستري کړې ده. له ۲۰۱۲ کال راهيسې په پښتونخوا او پاکستان کې د ځايي او نړۍ والو رسنيو سره د خبريال په حيث کار پيل کړی. د ۲۰۲۲ راهسې امريکا غږ اشنا سره کار کوي.
په ټوله نړۍ کې د اکتوبر میاشت د سینې (تیو) د سرطان د پوهاوي میاشت په توګه لمانځل کیږي. د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، هر کال شاوخوا ۲.۳ میلیونه انسانان په دې ناروغۍ اخته کیږي، چې ۷۰ سلنه یې په لومړیو مراحلو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د خېبرپښتونخوا اوسیدونکی، علي ساجد د نړۍ تر ټولو اوږد انځور جوړولو ريکارډ ټینګ کړی دی. تر دې وړاندې دغه ريکارډ ايټاليا، البانيا، ترکيې او هند خپل کړی و. په دې انځورګرۍ کې علي ساجد د پاکستان مشهورې ودانۍ، په زړه پورې منظرې او د پاکستان بېلابېل کلتور انځور کړي دي.
په پښتني کلتور کې پښتو ژبه او جامې د دغه کلتور مهمه برخه ګڼل کيږي. د واسکټ، شلوار کمیس او پېښوري څپليو سربېره شمله يا پګړۍ په پښتني لباس کې خپل ارزښت او مقام لري. د امريکا غږ خبريال شاهين افريدي په پښتنو کلتور کې د شملې د اهمیت په دغه راپور چمتو کړی دی.
د پېښور په افغان ميشته سيمه "تاج آباد" کې د "کتاب دوست" په نوم يو ګرځنده کتابتون د ښوونځيو څخه بهر افغان کډوالو ماشومانو ته په ټولنيزو موضوعاتو کيسې بیانوي. د دې کتابتون موخه د کتاب سره د ماشومانو د لیوالتیا زیاتول او ښوونځيو ته د هغوی هڅول دي.
د اکتوبر ۲۴مه نېټه، د ګوزڼ یا پولیو ویروس د مخنیوي نړیواله ورځ ده. د همدې ورځې د نمانځنې په مناسبت د خیبر پښتونخوا په "نشتر هال" کې یوه ځانګړې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر، د روغتیا وزارت چارواکو، عالمانو او بېلابېلو برخو استازو ګډون کړی و.
د وزيرستان محصلينو او د سيمې مشرانو په طبي پوهنتونو کې د ځانګړې سهمیې نه ورکولو له امله د پښتونخوا ایالتي حکومت په وړاندې د اعتراضیه لاريون کولو خبردارې ورکړی. محصلين وايي د قبائيلي سيمو لپاره په طبي پوهنتونون کې ۴۲ څوکۍ ځانګړې شوي چې د وزيريستان محصلينو ته پوره برخه نه ورکول کيږي.
د افغان کلتوري جامو مشهور ډیزاینر امیر حسن په افغانستان کې د جمهوری نظام له ړنګیدو وروسته پاکستان ته مهاجر شوی او په پېښور کې یې کاروبار پیل کړی دی. امیر حسن ډېرو افغان کډوالو ته د کار زمینه برابره کړې او خپأ تولیدات اروپا، امریکا او د نړۍ ډېرو هېوادونو ته صادروي.
د خیبرپښتونخوا د پېښور په "باغبانان کمپ" کې د افغان کډوالو لپاره د عامې روغتیا وزارت له خوا د واکسیناسيون یو ځانګړی کمپ جوړ شوی دی، چې ګڼ شمېر ماشومان او ښځې پکې د مختلفو ساري ناروغیو پر وړاندې واکسین کیږي.
د پښتون قامي جرګې نن دريمه ورځ ده. په جرګه کې د هيواد له بيلا بيلو سيمو څخه راغلي خلکو خپلې ستونزې او فريادونو راوړي. دوي وايي دا د دوي په ژوند کې لومړۍ داسې غونډه ده چې په ناامنۍ، لادرکه کسانو او په وسايلو خبرې کيږي.
پښتون قامي جرګې ته د خيبرپښتونخوا او د هيواد بيلا بيلو سېمو څخه په زرګونو خلک راغلي دي. د لارو بنديدو له کبله پلي راتلونکي خلکو د پاره د پېښور ځوانانو طبي کمپ لګولی دی. په دغه کمپ کې د خلکو وړيا طبي معاينه کيږې او دوي ته دوايانې ورکول کيږي.
د اکتوبر لسمه په ټوله نړۍ کې د رواني ناروغۍ نړیواله ورځ لمانځل کیږي. اروا پوهان وايي په پاکستان کې ۳۴ سلنه خلک له يادې ناروغۍ سره مخ دي. بلخوا د بدامنۍ او خراب اقتصادي وضعیت له کبله په خېبرپښتونخوا کې د رواني ناروغانو شمېر لا پسې زيات شوی.
د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د باچا خان ښوونځي مسؤلین وایي، چې په دغه ښوونځي کې د زده کړو ترڅنګ نجونو ته د انځورګرۍ، خیاطۍ او د لاسي هنرونو د زده کړې زمینې هم برابرې شوي دي. د ښوونځي مسؤلین زیاتوي چې پدغه ښوونځي کې د ماشومانو د روزنې ترڅنګ، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو ته هم ځانګړې پاملرنه کیږي.
د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور، چې په دې وروستیو کې د ترهګرۍ او افراطیت له امله ځپل شوی، د ځوانانو یوې ډلې سیلانیانو ته د شپې له خوا د ښار د ننداره کولو فرصت برابر کړی چې د سیمې تاریخ، کلتور او میراث وګوري. د ځوانانو موخه د پېښور ښه انځور او تاریخي ارزښت نړۍ ته ښودل دي. شاهين افريدي. امريکاغږ
په پاکستان کې د افغان کډوالو ماشومانو د زده کړو له پامه غورځېدل د دوی د روښانه راتلونکي هیلو د پوره کېدو په لاره کې خنډ رامنځته کړی دی، خو یوې غیر دولتي موسسې د دې ماشومانو د ارمانونو د پوره کېدو په موخه دوی ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته او د ښځو پر لوړو زده کړو او کار باندې له بندیزونو وروسته، یو شمېر افغان ښځې او نجونې په کډوالۍ کې خپلو هنري فعالیتونو ته دوام ورکوي.
د خیبر پښتونخوا په باچا خان پوهنتون کې د ځایي او افغان زده کوونکو لپاره یو ځانګړی نندارتون جوړ شو، چې موخه یې زده کوونکو ته د مسلک ټاکلو او راتلونکي پلان جوړونې په اړه لارښونې او د معلومات ورکول وو.
د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې یوې افغانې کؤوالې نجلۍ د افغان میرمنو لپاره د سواد د زده کړې یو غیر رسمي ښوونځی جوړ کړی، چې هغوی ته په انګلیسي او دري ژبو لیکل او لوستل ورزده کوي. ددې ښونځي په اړه د امریکا غږ خبريال شاهين افريدي رپوټ لري.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د موی تای مسلکي ورزشکاره نرګس اخلاقي پاکستان ته کډواله شوه او په اسلاماباد کې یې د افغان نجونو لپاره د موی تای اکاډمي پرانیسته. نوموړې وايي چې موخه یې په کډوالۍ کې له محرومیت سره مخ نجونو ته د ورزشي مهارتونو زده کړې د زمینې برابرول دي.
د پېښور د چارسدې اوسېدونکی کامران خان په خپل کلي کې د کبانو فارم جوړ کړی دی. هغه چې د ساینسي معیارونو پر بنسټ د کبانو بېلابېل ډولونه پالي، د اقلیمي بدلون او د انرژۍ له بحران سره سره، خپل کاروبار ته یې په ډېره کمه موده کې وده ورکړې ده.
د پېښور اوسېدونکی سردار خان له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې په پېښور کې ساګ او د جوارو ډوډۍ پلوري. د کورنيو مستو څخه جوړې شړومبې د غرمې په ډوډۍ کې د سردار خان خواړو ته لا نور خوند وربخښي. د سردار خان د لاس، دغه کورني او خالص خواړه يو شمېر مینه وال لري.
نور پورته کول