شېلپي بترا په دهلي کې د "جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون" څخه په ژورنالیزم کې ماسټري کړې ده او په کال ۲۰۲۳ کې یې د امریکاغږ ډېجیټل څانګې سره د ویډیویي راپورونو په تولید کې د همکارې په توګه کار پیل کړی دی.
د هند په بنګال ایالت کې د ډیجیتل څانګې ماهر، انوراګ پال، د میناتوریو او مجسمو اصلي شکل ته په کتو سره د هغوي ډیجیټلي بڼه جوړوي. ددې کار څخه د هغه هدف دا دی چې په بنګال کې د میناتورۍ دودیز هنر ډیجیټلي کړي. ویډیو: شلپي بترا، امریکا غږ
مېرمن راشي، کله چې د کلالي هنر د زده کولو لپاره د خپلې نهه کلنۍ لور نوم لیکنه کوله، نو له دغه هنر سره پر خپلې لیوالتیا پوه شوه. هغه وايي کله چې د کلالي خټو ته یې لاس ور وړ، نو پوه شوه چې دا هغه څه دي چې هغه یې ترسره کول غواړي. ویډیو: شلپي بترا، امریکا غږ
پریتي چترویدي د هند د جواهر لعل نهرو پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې څخه فارغه شوې ده. نوموړې چې د هند د اترپردیش ایالت د کانپور اوسېدونکی ده، د پښتو ژبې له شعرونو او نثر سره مینه لري او همدا راز پښتو متنونه ژباړي. ویډیو: شلپي بترا، امریکا غږ
جېپور کې د راج مندر په نوم دغه زړه سینما خورا زړه او مشهوره ده. د دغې سینما پخوانۍ او زړه راښکونکې معماري یې له نورو نویو سینماګانو څخه جلا کوي. کارپوهان وایي چې د کرونا وبا له کبله په هند کې سینما ته د تګ کلتور خورا تت شوی چې ښایي دغه ډول سینماګانې وکولی شي بیرته یې په راژوندي کولو کې رول ولوبوي.
د هند په راجستان ایالت کې د منګانیر په نوم د سندي موسیقۍ دغه ډله د هند د څو پیړیو دغه لرغونې موسیقي غږوي. دغه ډول ډلې له پخوا راهیسې د هند د بیلابیلو پاچاهانو په دربارونو کې نازول کیدې. مینګانیر چې په خپله مسلمانان دي خو سندرې یې د بیلابیلو هندو مذهبونو د خدایانو په توصیف کې وي. شیلپي بترا- امریکاغږ
جیپور چې د هند په ګلابي ښار مشهور دی، په کال ۱۸۷۶ کې وروسته له هغې په دغه نوم مشهور شو چې کله مهاراجا رام سنګ ددغه ښار ګڼو دولتي ودانیو ته ګلابي رنګ ورکړ. هندوان ګلابي رنګ د میلمه پالنې رنګ بولي. شیلپي بترا د ډرون په مرسته د ښار بیلابیلې ودانۍ په دغې ویډیو کې انځور کړي.
د هند په هماچل پردیش ایالت کې د اټل په نوم دغه تونل ۹ کیلومتره اوږدوالی لري چې په ټوله نړۍ کې په یوې لویې لارې جوړ شوی تر ټولو اوږد تونل بلل کیږي. دغه تونل د کیلونګ او منالې سیمې سره نښلوي او ټولټال ۱۵ دقیقو پورې پکې موټر مزل کوي. شیلپي بترا یې په اړه ویډیو جوړه کړې.
هند کې د ورښتونو د میاشتې د هرې دوشنبې په ورځ ګڼې میرمنې د خپلو میړونو د اوږد عمر او کورنۍ روغتیا لپاره روژه نیسي. ډیر وخت دوي په ډله ییزه توګه سره ټولیږي او خپله روژه په یو پارک کې ماتوي. دود دا دی چې د روژه ماتي پرمهال باید د کورنۍ یو کشر هلک هم له ځانه سره کښینوي او د خوراک پرمهال یې وځوروي.
۲۵ کلنه فلک ناز چې د هند د بیهار ایالت اوسیدونکې ده، سږکال یې د نهرو پوهنتون څخه په پښتو ژبې کې ماسټري وکړه. هغه وایي چې د عبدالرووف بینوا او خوشحال خان خټک په شان ګڼ شاعران یې لوستي او د دوي شاعري یې ډیره خوښیږي.
د جون ۲۱مه هر کال په ټوله نړۍ کې د یوګا د نړیوالی ورځې په توګه نمانځل کیږي. د هند د هماچل پردیش ایالت په منالي سیمه کې د یو وړکتون ښوونکې خپلو زده کوونکو ته د یوګا ځینې حرکات ورزده کوي. شیلپي بترا د دوي له ټولګي څخه دغه لنډه ویډیو رالیږلې.