د افغانستان د سویلي حوزې د پوليو پر وړاندې د مبارزې د مرکز مسؤولین وایي چې په دې حوزه کې د پرله پسې هڅو سربیره بیا هم ګڼ شمېر ماشومان د پولیو ضد واکسین څخه پاتې شوي.
د هلمند د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسؤولین وایي چې په دې ولایت کې په ترسره شوي کمپاین کې ۳۵۰۰۰۰ تنه ماشومان د بیلابیلو عواملو له امله د پولیو ضد واکسین څخه پاتې شوي.
ټاکل شوې وه چې کندهار کې هم د نورو ولایتونو په څېر د پولیو ضد کمپاین د جنوري میاشتې په ۱۷ (مرغومې ۲۷) نیټه پیل شي، خو د سړې هوا او اورښتونو له امله پکې یوه اونۍ ځنډ راغلی.
د افغانستان د سویلي ولایتونو اوسیدونکي له روغتیایي چارواکو غوښتنه لري چې د ماشومانو د روغتیا ساتلو لپاره دې تر هر کور او هر ماشوم پورې د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورسول شي.
د پولیو پر ضد د مبارزې د څانګې مسؤولین وایي چې د هغو ماشومانو د واکسینولو لپاره ېې ځانګړي ټیمونه ګمارلي چې له خپلو کورنیو سره د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ راتګ کوي.
د ارزګان ولایت د کتلوي معافیت چارواکي د پولیو د ژمني کمپاین د ترسره کولو لپاره د ځانګړې چمتوالي یادونه کوي.
د هلمند د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسؤولین وایي چې د طبي څېړنو له مخې ددې ولایت په چاپېریال کې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس شتون لري.
د کندهار ولایت یو شمېر کورنۍ وایي په هغه کمپاین کې چې دوه اونۍ وړاندې ترسره شو، د دوی ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین نه دی رسیدلی.
په سویلي حوزه کې روغتیایي مسئوولین دا مني چې د کره شمېر د نه شتون له کبله ټولو ماشومانو ته واکسین نه دی رسیدلی.
د زابل روغتیایي مسؤولین وایی چې د کوچيانو د اولادونو د واکسین لپاره یې د ښار او ولسوالیو ترمنځ غزیدلو لارو کې د پولیو واکسین ځانګړي روغتیایي ټیمونه پر دنده ګمارلي.
روغتیایي چارواکي ټینګار کوي چې په سویلي ولایتونو کې به د ځینو لاملونو له امله د کور په کور واکسین د کړنلارې پر ځای د جومات په جومات واکسین کړنلاره پلې شي.