د ماشومانو د روغتيا ډاکټران وايي، چې د جنوبي ولايتونو په ډېرو ولسواليو کې د کافي خوراکي توکو د نشتوالي تر څنګ د ماشومانو روغتيا ته نه پاملرنه د هغوى معافيت کمزورى کړى دى.
روغتیايي مسؤولین وایي چې د هوا په تغییر سره یې د جنوبي ولایتونو د هېواد ټولو سړو سیمو ته د واکسین رسولو نوې هڅې پيل کړي.
د پولیو پر ضد د مبارزې ملي مرکز مسؤولین وايي چې د کوچي ماشومانو د واکسین لپاره یې ځانګړې هڅې پیل کړي.
د پولیو پرضد د مبارزې د ملي مرکز مسؤولین وایي چې د افغانستان په جنوب کندهار ښار په دوو برخو کې د پولیو محیطي نمونې یا سمپلونو مثبت شوي دي.
د پولیو یا ګوزڼ د لمنځه وړلو د مرکز مسؤولین وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې د تګ راتګ پر مهال د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي پروګرامونه پراخ کړي.
د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایي د جنوبي حوزې په پنځو ولایتونو کې د پولیو ضد کمپاین پیل شوی، او په ترڅ کې به یې کابو یو میلیون او ۷۰۰۰۰۰ ماشومان واکسین شي.
د افغانستان د جنوبی حوزې یو شمېر ولایتونه څو کاله وړاندې د پولیو مرکزي سیمې بلل کېدې، او هغه ماشومان چې کلونه وړاندې ګوزڼ وهلي اوس تنکي ځوانان دي او له کړاوونو ډک ژوند تېروي.
د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام چارواکي وایي چې د افغانستان په جنوبي حوزه کې لا هم یو شمېر کورنۍ شته چې خپل ماشومان نه واکسینوي، او دې ټکي دوی اندېښمن کړي.
په کندهار کې یو شمیر بڼوال او کروندګر وايي، چې ددغه ولایت اقلیمي شرایط په ټوله کې د سیټروسو په تیره بیا د مالټو ترویج ته ښه مناسب دي او د سیټروسو ونې ښه حاصل ورکړي.
د کوکنارو یو شمېر پخواني کروندګر وایې چې د بدیلو کښتونو په لړ کې یو شمېر بڼوالو د نویو تجربو له مخې د سرو او سپینو انځرو دوه ډوله ونې اېښي چي په کال کې دوه ځله حاصل ورکوي. د دغو انځرو د ونو اېښودل له تیرو څلورو کالونو راهیسې په کندهار کې پیل شوي چې د کروندګرو په وینا ښه پایله یې ور کړې ده.
د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایي چې د افغانستان په ختیځه حوزه کې د پولیو د مثبتو پیښو شتون، د هیواد نورو برخو ته د یادې ناروغۍ د خپریدو احتمال زیاتکړی.
د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وايي چې د کوچیانو د پسرلنۍ سفر پر مهال به هڅه وشي چې د هغوي ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین شي.
د ګوزڼ پرضد د مبارزې د ملي مرکز مسوؤلین وايي چې پدې برخه کې د ټولنې مرسته ډیره اغېزمنه وه چې له کبله یې سږکال په زابل کې د دې ناروغۍ هیڅ ډول پېښه نده ثبت شوې.
د پولیو پر ضد د مبارزې مسؤولین وايي چې د هوا په تودېدو سره په جنوبي ولایتونو کې د پولیو ناروغي د وېروس د مخنیوي لپاره نوي کمپاینونه پيلوي.
په کندهار کې د انګورو باغ لرونکي وایې چي سږکال يې باغونو زیات حاصل نیولی خو د نباتي ناروغیو د څرګندیدو احتمال ته ډیر اندیښمن دي.
په جنوبي ولایتونو په خاص ډول کندهار کې د پستو نوي باغونه د پراختیا په حال کې دي او یو شمیر کروندګر وايي چې د پستو باغونو ښه نتیجه ورکړې ده او د کوکنارو له بدیلونو ګڼل کیږي.
د پوليو پرضد د مبارزې د پروګرام مسؤولین وايي چې په ارزګان ولایت کې د پولیو پرضد مبارزه کې د کورنیو او ولسې خلکو مرسته تر پخوا زیاته شوې.
د کندهار روغتیايي مسؤولین وايي چې د هغو کورنیو د پوهاوي د لوړېدو په موخه یو شمېر د عامه پوهاوي پروګرامونه په لاره اچوي چې خپلو ماشومانو ته د بیلابیلو لاملونه له امله د ګوزڼ ضد واکسین نه ورکوي.
نور پورته کول