د بلخ ولایت د دشت شادیان د سیمې یو شمیر کروندګر وايي چې پدغه سیمه کې ډيرو کروندګرو اوس شنو خونو جوړولو ته مخه کړې ده خو لا هم د خپلو محصولاتو لپاره د مناسب بازار نلري.
د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ یو کروندګر بسم الله وايي چې کلونه یې کوکنار وکرل خو د کوکنارو حاصل یې ښه نه وو. اوس یې خپله ټوله ځمکه د میوو په نیالګیو ډکه کړې او باغونه یې پکې جوړ کړي دي
پداسې حال کې چې د بلخ په ځینو سیمو کې یو زیات شمیر کروندګرو سږ کال د کوکنارو کرلو ته مخه کړې ده خو بل لورته داسې کروندګر هم شته چې د کوکنارو له کر لاس په سر شوي او په نورو کښتونو بوخت دي.
د کندز ولایت د کرهڼې او مالدارۍ ریاست وايي، چې پدغه ولایت کې سږکال د کوکنارو کر کم یا صفر ته رسېدلی او ددې ولایت بزګرانو اوس تر ډیره نورو محصولاتو په تیره بیا د هینجې کښت ته مخه کړې ده.
د بلخ ولایت د چمتال په ولسوالۍ کې یو شمیر کروندګر وايي، چې د اوبو د کمښت او اقتصادي ناسم وضعیت له امله یې د کوکنارو کښتونو ته مخه کړې ده.