غفار کاکړ په ۲۰۱۷ کې د ډوک پوهنتون څخه په نړیوال پرمختګ کې ماستري کړې ده. د هند د الله اباد په پوهنتون کې یې اقتصاد او سیاسي علوم لوستي دي. د ۲۰۱۶ کال راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ تلویزون او ډیجیټل برخې سره همکاري کوي.
د پیسو د نړیوال صندوق (ای ایم ایف) د احصايې له مخې، په ۲۰۲۴میلادي کال کې د امریکا متحده ایالتونه او چین په یوازې توګه د ټولې نړۍ د مجموعي اقتصاد یو پر دریمه خپله کړې ده.
د نړۍ لس مشهور شخصیتونه چې د فیسبوک په ټولنیزې شبکې کې تر ټولو زیات تعقیب کوونکي (followers) لري، ټول سپورتي ستوري، سندرغاړي، فلمي او سینمايي څیرې دي.
د فوربس اقتصادي مجلې په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ د لسو شتمنو کسانو نوملړ خپور کړی، چې د دغو لسو شتمنو کسانو ټوله پانګه نږدې ۱.۴۷ تریلیون ډالرو ته رسېږي.
د وریښمو د لرغونې ترانزیتي لار عمده برخه له افغانستان څخه تیریږي او دا هیواد د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا په وصل کولو کې عمده رول لوبوي.افغانستان له پاکستان،ایران، تاجیکستان،اوزبیکستان،ترکمنستان او چین سره ګډې پولې لري چې تورخم، سپین بولدک، اسلام قلعه حیرتان او شیرخان بندر یې عمده ترانزیتي لارې دي.
افغانستان کې د امریکا پوځي ماموريت د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل شوې، چې په ترڅ کې يې شاوخوا ٨٣٢ زره امريکايي سرتېرو دنده ترسره کړې، څه دپاسه ٢٤٦٠ سرتېري وژل شوي او له ٢٠ زرو ډېر امريکايي سرتېري ټپيان شوي. په دې ویډیو کې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور په لنډه توګه انځور شوی دی.
د سپتمبر د ۱۱ ترهګریزو بریدونو، چې له کبله یې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان ووژل شول، په افغانستان باندې د متحدو ایالتونو پوځي یرغل ته لاره هواره کړه، چې دوې لسیزې یې دوام وکړ. دلته دغو خونړیو بریدونو او پایلو ته یې لنډه کتنه شوې ده.
په تېرو دوو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، دغه هېواد د بشري حقونو له سختو محدودیتونو نیولې تر اقتصادي او روغتیايي کړکېچونو پورې ګڼ شمېر بدلونونه ولیدل. دلته د تېرو دوو کلونو ځینو پېښو ته لنډه کتنه کوو.
د روسیې اړوند د واګنر په نوم شخصي ملېشې، د مسکو پر وړاندې له وسله وال پاڅون وروسته د نړۍ پام ځان ته را واړوه. موږ ددغه ډلې ناڅرګنده راتلونکي، د هغې مخ پر ودې اغیزې او ونډې ته په پاملرنې سره چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په جګړو کې د کرملین د غیر رسمي پوځي ځواک په توګه فعالیت کوي، ځغلنده کتنه کړې.
مهاجر، پناه غوښتونکي، کډوال او کورني بې ځایه شوي څوک دي؟ د دې ډلو تر منځ توپیر څه دی او دوي ته د رسیدګۍ مراحل څه دي؟ بشپړ معلومات په دې ویډیو کې کتلی شئ.
په داسې حال کې چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل یو کال پوره کېږي، د جګړې اقتصادي لګښتونه مخ په زیاتېدو دي. په دې جګړې کې تر دې دمه زرګونه پوځي او ملکي کسان وژل شوي، میلیونونه کسان بېځایه شوي او په نړۍ کې یې د انرژۍ او خوراکي موادو په قیمتونو باندې هم اغیز کړی دی.
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه نیټه په افغانستان کې واک ته له رسیدو وروسته ورو ورو د ښځو د تعلیم او د هغوی د آزادۍ په وړاندې خپل مخکني سخت دریځ ته ستانه شول. طالبان استدلال کوي چې قوانین یې د اسلام څخه د دوی د تفسیر سره سم دي
یوې نوې علمي څېړنې ښودلې چې انسان په ۲۴ ساعتونو کې اته ساعته خوب ته اړتیا لري او شپږ ساعته خوب داسې دی لکه خوب چې نه وي شوی.
د وروستیو معلوماتو په اساس د پکتیکا ولایت څلور ولسوالۍ زلزلې سختي ځپلي چې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله د برمل او ګیان په ولسوالیو او د خوست ولایت د سپیرې په ولسوالۍ کې پیښه شوې ده. د همدې پيښې ځینې عکسونه درسره دلته شریکوو.
د رسنیو د خپلواکۍ یوې غیر انتفاعي موسسې (PEC) د رسنیو د خپلواکۍ نړیوالې ورځې په درشل کې ویلي چې د مارچ له پیل راهیسې د کروناویروس له کبله په نړۍ کې لسګونه خبریالان مړه شوي دي.
د ښځو نړیواله ورځ دې د افغانستان او نړۍ ټولو میرمنو ته مبارکه وي
په کوټه کې د ځینو افغان کډوالو کورنیو میرمنې د خیاطۍ له لارې د کور نفقه برابروي. جمیل خان له دغه ډول دوو میرمنو سره غږیدلی.
امریکا او طالبان څه ډول د سولې هوکړه لیک امضا کولو ته اماده شول او دغه پړاو ته څه ډول ورسیدل. په ویډیو کې یې وګورئ.
د فوربز مجلې د راپور له مخې اته کلن ماشوم " کاجي" په یوټیوب کې د نړۍ تر ټولو ډیر عاید لرونکو کسانو د لست په سر کې راغلی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت (یوناما) استازي تادامیچي یاماموتو په نړیوالو هیوادونو غږ وکړ چې د افغانستان له راتلونکې ادارې سره دې هم مرستې روانې وساتي چې د ۲۰۱۵څخه د ۲۰۲۴د اقتصادي پرمختګ، سولې او نورو برخو کې پلان شوي پروګرامونه بشپر شي.
نور پورته کول