ملګرو ملتونو نن سه شنبه اپریل ۱۸ (وري۲۹) وویل چې په افغانستان کې د جمهوریت تر سقوط او د طالبانو له بیا راتګ وروسته په دغه هېواد کې د هغو انسانانو شمېر دوه برابر زیات شوی او ۳۴ میلیون ته رسېدلی چې تر بې وزلۍ هم په بد حالت کې [فقر تر کرښې لاندې] ژوند کوي.
په پاریس کې مقامات وايي د هغو نهو افغانانو محکمه پیل شوې ده چې له فرانسې څخه یې بریتانیا ته د اوبو په خطرناکو لارو د انسانانو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.
د امریکا د دفاع وزارت نن دوشنبه اپریل لسمه (وري۲۱) وویل چې د متحدو ایالتونو د حساسو اسنادو بربنډېدو، چې اکثریت یې د اوکراین د جګړې په اړه دي، د امریکا ملي امنیت ته «ډېر جدي» خطر پېښ کړی.
د قزاقستان د انتخاباتو کمیسیون د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۷ (وري ۷) د مارچ د ۱۹ پارلماني انتخاباتو نتیجې اعلان کړې چې په کې ددې هیواد واکمن ګوند د پارلمان نژدې دوه په درېیمه برخه څوکۍ ګټلې دي.
فنلنډ له اوکراین سره د میلیونونو ډالرو نوې مرسته اعلان کړه، جي-۷ په روسیې باندې د نویو بندیزونو د لګولو پلان لري او ملګري ملتونه په اوکراین کې د «عادلانه او دوامداره سولې» په طرحې رایه اچوونه کوي.
د ایران د حکومت د قضايي ځواک ویبسایټ «میزان» د راپور په اساس د دغه هېواد قضايي څانګې نن سه شنبه جنوري لسمه (مرغومې۲۰) د بلجیم یو خیریه کارکوونکی اولیویر واندیکاسټل د «جاسوسۍ» په تور په ۱۲ کالونو او شپږو میاشتو بند محکوم کړ.