د شمالي کویا مشر کیم جون اون وايي که جاپان او یا متحدو ایالتونو یې پر خاوره برید وکړي، ځواکونه به یې له ځنډ پرته له اتومي وسلو څخه کار واخلي.
اوکراین د پنجشنبې په ورځ اکتوبر درېیمه (تله ۱۲) په پولنډ کې د جلب او جذب دفتر پرانیست چې د روسیې په ضد د جګړې لپاره خلک ثبت او راجستر کړي.
د اسرائیل پوځ ویلي چې په لبنان کې د ځمکني برید له پیل کولو وروسته یې سرتیري له سختې جګړې سره مخامخ شوي دي.
سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر جوبایډن له تایوان سره د دفاعي همکارۍ په برخه کې د ۵۶۷ میلیون ډالرو نوې مرسته تائید کړه.
ترکیې د هغې ودانۍ جوړوونکي ته د ۸۶۵ کلونو زندان سزا واوروله چې د ۲۰۲۳ کال په زلزله کې نړېدلې وه او نږدې ۱۰۰ کسان پکې مړه شوي وو،.
په لندن کې د افغانستان سفارت د جمعې په ورځ سپتمبر ۲۷ (تلې شپږمه) وروسته له هغه وتړل شو چې د طالبانو حکومت د جمهوریت د دورې له یو شمېر سفارتونو سره اړیکې پرې کړې او په بریتانیا کې یې د سفارت کارکوونکي له دندو لیرې کړل.
هندي چارواکي وايي چې ددغه هېواد په ختیځ کې د هندوانو په مذهبي مراسمو کې لږ تر لږه ۴۶ کسان په اوبو کې ډوب شوي دي.
د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو د حقونو د محدودیت له کبله د څو ملتونو له حقوقي اقدام سره مخامخ دي چې ممکن د عدالت نړیوالې محکمې ته واستول شي.
د ایران پارلمان چهارشنبې سپتمبر ۲۵ (تلې څلورمه) ددغه هېواد د ولسمشر د مرستیالۍ څوکۍ ته د یو سني سیاستوال د رسېدو مخه ونیوله.
د هرات د اسلام قلعه په سرحدي ښارګوټي کې له ایران څخه شړل شوي افغان کډوال د شکنجو او کړاوونو کیسې کوي.
د ایران رسنیو د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۲۳ (تلې دوهمه) راپور ورکړ چې ایران د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره په خپل ختیځ سرحد کې لس کیلو متره (شپږ میله) دیوال جوړ کړی دی.
ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۸ (سنبله ۲۸) په رسمي ډول په فلسطیني ځمکو کې په ۱۲ میاشتو کې د اسرائيل د اشغال د ختمېدو غوښتنه وکړه او ویې که داسې ونه کړي، بندیزونه دې پرې ولګول شي.
د لبنان د عامې روغتیا وزارت چهارشنبې سپتمبر ۱۸ (وږي ۲۸) وویل چې په دغه هېواد کې د مخابراتي وسیلو په تازه چاودنو کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
په ایران کې د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۱۲ (سنبله۲۲) په یو برید کې درې پولیس ووژل شول، د برید مسئولیت یوې جهادي ډلې په غاړه اخیستی دی.
د سویډن حکومت د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۱۲ (سنبله۲۲) وویل چې کډوالو ته به تر ۳۴زره ډالرو پورې ورکوي چې بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي، د دې کار هدف دا دی چې ډېر کډوال وهڅول شي له سویډن څخه ووځي.
په نړیوال کرکټ کې د پاکستان وروستیو ناکامیو په ورزش کې د سیاسي مداخلې په اړه بحث پارولی او په ځانګړي ډول د لوبغاړو په ګمارلو کې د خپلوۍ پالل د لوبې په ډګر کې د پاکستان د شاتګ لامل بلل شوی دی.
د اسرائیل پوځ نن یکشنبه سپتمبر اتمه (سنبله۱۸) وویل چې د اردن او لویدیځې غاړې په سرحدي سیمې کې درې امنیتي ساتونکي یې په یو برید کې وژل شوي دي.
د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د کورنیو چارو وزارت نن سه شنبه سپتمبر درېیمه (وږي ۱۳) وویل چې د دغه هېواد د یو تر ټولو لوی زندان د روازو د ماتولو په هڅې کې ۱۲۹ تنه وژل شوي دي.
په هالنډ کې یوې عالي محکمې دوه پاکستاني اتباع په دې تور غیبي محاکمه کړل چې په دغه هېواد کې یې د ښي اړخي اسلام ضد سیاستوال خیرت ویلدرز د وژلو لپاره خلک پارولي دي.
د هند په مانیپور ایالت کې پولیسو ويلي چې اورپکو پر امنیتي ځواکونو باندې د بې پیلوټه الوتکو په واسطه بمونه غورځولي دي.
نور پورته کول