د خيبر پښتونخوا د جنوبي وزيرستان قبايلي ولسوالۍ د مکين سيمې اوسېدونکو د ناامنۍ خلاف له تېرو درو ورځو څخه روان احتجاجي پرلت د سپټمبر پر ۲۸ (تله ۷) تر هغه وروسته پای ته رسولی چې د پرلت د مشرانو په وينا، پوځي چارواکو په مذاکراتو کې ډاډ ورکړ چې د عام ولس پر کورونو به د هاوان مرمیو له ویشتلو ډډه کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مرکزي کمېټې غړي او د غورځنګ د مشر منظور پښتین نېږدې ملګري عبدالصمد خان ادعا کړې چې دوی داسې شواهد تر لاسه کړي چې پاکستان د پښتین د وژلو هڅه کوي.
د پاکستان د پولیو مخنیوي اداره وايي چې روانه اونۍ په دغه هېواد کې دوه نور ماشومان پوليو يا د ماشومانو ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي دي، چې ورسره په دغه هیواد کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی.
په پاکستان کې د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت اعلان کړی دی چې هغه زرګونه کارمندان به له دندو لیرې کوي چې د پخواني لنډمهاليحکومت په دوره کې په "غير قانوني" توګه ګمارل شوي وو.
پاکستان وايي د پیسو نړیوال صندوق ورته اووه میلیارد ډالر پور په داسې حال کې منظور کړی چې اسلام اباد هیڅ پیسې نلري او خپل نړیوال مالي مکلفیتونه نشي پوره کولی.
د خيبر پښتونخوا ايالت د قبايلي ولسوالۍ شمالي وزيرستان په ميرلي کې د سبزيو او څارويو پرمنډيۍ بريد په پاکستان کې د مېشتو پښتنو پراخ غبرګونونه پارولي دي.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د روغتيا اداره وايي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړيو نهو مياشتو کې په دغه ايالت کې د ملاريا له ۵۴ زرړ څخه زياتې پېښې ثبت شوي دي. پر دې سربېره سلګونه نور کسان د ډينګي په ناروغۍ هم اخته شوي دي.
پاکستان کې د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ د ګډې خونې مشران وايي د دغو هېوادونو ترمنځ په ټرانزيټ تجارت کې ۸۴ ٪ کمی راغلی او د تېر ۲۰۲۳ کال جولای او اګست مياشتو پرتله د روان ۲۰۲۴ کال په همدې موده کې معلومه شوې چې دغه سوداګري له څه باندې ۱.۲ ميليارده ډالرو څخه شاوخوا ۱۹۱ ميليونه ډالرو ته راټيټه شوې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د اروپا څانګې د سپټمبر پر ۲۳ (تله ۲) د سويس ژنيو ښار کې د پښتنو پر روان حالت، هغوی ته پر ورپېښو ستونزو او فرصتونو او د اکتوبر پر ۱۱مه د غورځنګ له خوا د بلل شوې جرګې په اړه کنفرانس جوړ کړی وو.
د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مشر او سناتور ايمل ولي خان ويلي دي چې د خیبر پښتونخوا ايالت نیمايي برخې عملاً د ترهګرو په کنترول کې دي.
د پاکستان د بلوچستان ایالت په ژوب ولسوالۍ کې د سياسي ګوندونو اتحاد او سوداګرو د سپټمبر پر ۲۳ (تله ۲) د ناامنۍ پر ضد کاربنديز اعلان کړی چې له امله یې دوکانونه او کاروباري مرکزونه تړل شوي دي.
د خيبر پښتونخوا د بنو ځايي پولیسو، د سوداګرو اتحاديې او عامو خلکو د سپټمبر پر ۲۱ ( وږي ۳۱) د پوليسو د مرکزي دفتر مخې ته احتجاجي پرلت وهلی او غوښتنه کوي چې د پوليسو سرتېری جمشېد خان دې خوشې کړای شي.
په پاکستان کې د سپټمبر پر ۲۱ (وږي ۳۱) د پوليو د مخنيوي ادارې ويلي چې په دغه هېواد کې په ۲۰۲۴ کال کې تراوسه د پوليو يا ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر ۲۱ ته رسېدلی دی.
د پاکستان د پنجاب ايالت د لاهور ولسوالۍ اداري چارواکو پاکستان تحریک انصاف "پي ټي آی" ته په دغه ښار کې د سپټمبر پر ۲۱ (وږي ۳۱) د ولسي غونډې د جوړولو رسمي اجازه ورکړې خو ددې غونډې پر تنظیموونکو يې ۴۳ شرطونه اېښي دي.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په جنوبي ولسوالۍ بنو کې ناپیژاندو وسله والو په برید کې د استخباراتي پوليسو يو افسر وژلی او د هغه ورور يې ژوبل کړی دی.
د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل تازه راپور کې ويلي چې روانه اونۍ د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې يو ماشوم د ګورڼ ( پوليو ويروس) وهلی دی، چې په دې سره په افغانستان کې په ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی.
د خيبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان کې د سپټمبر پر ۱۸ (وږي ۲۸) ماښام مهال ناپیژاندو وسلوالو د ميرامشا د نېشنل بانک د څانګې مشر وژلی دی.
پاکستان او روسيې د سپټمبر پر ۱۸ (وږي ۲۸) په اسلام اباد کې د اقتصادي او سوداګرۍ د دوه اړخيزه همکاريو په برخه کې يو تفاهم ليک لاسليک کړی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په پېښور کې د هغه هېواد ملي سرود ته د طالبانو د سرقونسل حافظ محب الله د نه ولاړېدو کړنه غندلې او هغه يې د ډيپلوماټيکو اصولو خلاف عمل بللی دی.
د بلوچستان په پښتون میشتې ښار چمن کې د افغانستان له سپين بولدک سره د پاسپورټ او ويزې د شرط عملي کولو خلاف د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند، عوامي نېشنل ګوند، ملي جمهوري غورځنګ او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو له پرلتوالو سره د همغږۍ لپاره غونډه کړې ده.
نور پورته کول