په ننګرهار کې یو شمیر باغداران د طالبانو له حکومت نه غواړي، چې د بزګرانو د ملاتړ لپاره باید دوی ته داسې اسانتیاوې برابرې کړي چې په اساس یې د کوکنارو بدیل کښتونو ته وده ورکړي او له اقتصادي ستونزو سره هم مخ نشي.
د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د ګنیو یو شمیر کروندګر وايي، چې که څه هم ګني ښه حاصل کوي، خو د ګاڼیو د جوړولو توان نه لري او له حکومت غواړي، چې پدې برخه کې یې مرسته وکړي.
د رواني ناروغیو متخصص ډاکټران وايي، چې په مخدره موادو اعتیاد نه یوازې د رواني ناروغیو لامل ګرځي بلکې نورې ناروغۍ هم رامنځته کوي او په اوږده موده کې د معلولیت سبب هم کیدای شي.
په نشه يي توکو یو روږدی چې وايي، له ۳۰ کلونو زیات یې مخدره مواد کارولي لا هم پدې ندی توانیدلی چې څنګه نشه يي توکي پریږدي او خپلې کورنۍ ته سالم ستون شي.
د تیر نظام د ملي اردو یو پخوانی سرتیری چې اوس په نشه يي موادو اخته دی او غواړي چې په جلال اباد ښار کې یې درملنه وشي وايي، چې د بې کارۍ له امله په نشه يي موادو اخته شوی دی.
د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې کروندګر د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د نه ورکړې له امله ګیله من دي.
د باباجان په نوم په نشه يي موادو یو روږدی چې اوس په ننګرهار کې د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې یې درملنه کیږي وایي چې د نشو له کبله یې بچي محتاج شول او نور له نشه يي موادو توبه وباسي.
په لغمان کې یو شمیر کروندګر د کیمیاوي سرو د قیمتونو د لوړوالي او د اصلاح شویو تخمونو د نشتوالي او دا چې دوی ته تخمونه د حکومت له لوري نه ورکول کیږي شکایت کوي.
د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې چې په دې تیرو څو کلونو کې د لېمو باغداري ترویج شوې او اوس دا باغونه حاصلاتو ته نیږدې دي باغ لرونکي یې تمه لري، چې د ښو حاصلاتو په راټولولو سره به یې اقتصادي ستونزې حل شي.
په ننګرهار کې د ختیځ زون په کچه نباتي کلینک فعال دی او د نباتاتو د امراضو تشخیص او مخنیوي په موخه څېړنې کوي چې ددې لابراتوار د مسؤلینو په ويناء په ختیځو ولایتونو کې زیات شمیر نباتي امراض شته چې باید د مخنیوي لپاره یې تشخیص وشي.
په جلال اباد ښار کې نن دوشنبه د سنبلې د میاشتې په اوومه په نشه يې توکو د روږدو کسانو د را غونډولو کمپاین پېل شو، چې ۱۷۰ معتادین د درملنې په موخه د معتادینو د درملنې روغتون ته ولېږدل شول.
په کنړ کې یو شمیرکروندګر د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوې سرو د مرستو پر وېش نیوکې کوي او وايي چې دغه مرستې یوازې له هغو کروندګرو سره کیږي، چې واسطه لري او یا یې ملکان په خپله اخلي.
په ننګرهار کې د کانال د ریاست مسؤلین وايي، سږ کال د خرما بڼ حاصلات د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شوي دي، چې عواید به يې هم ډېر وي.
د ننګرهار په ځینو سیمو کې یو شمیر کروندګر وايي، چې پدې وروستیو کلونو کې یې د ممپلیو کرلو ته زیاته مخه کړې ده او په وينا یې د نورو کښتونو په پرتله یې ګټه ښه ده او د کوکنارو په نسبت زحمت یې هم کم دی.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ د ریاست د بوټو د ساتنې او قرنطین مدیریت وايي، چې سږ کال یې ددغه ولایت په ښیوه او روداتو ولسوالیو کې ۲۵۰ هکټاره ځمکه له زراعتي افتونو چې پکې د لشکري چنجیانو او صحرايي ملخانو چپاوو وو مخه نیولې ده.
وروسته له هغې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیدل او نړیوالو خپلې مرستې د معتادینو د درملنې له مرکزونو سره کمې کړې اوس په کنړ کې د معتادینو د درملنې د یوه مرکز مسؤلین له خیریه مؤسسو او سوداګرو غواړي، چې د معتادینو په درملنه کې ورسره ماليي مرستې وکړي.
د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د مڼو یو شمیر باغداران تمه لري، چې سږ کال به یې باغونه د تیر کال په پرتله ښه حاصل ورکړي او پدې ولسوالۍ کې د ګوتو په شمار د مڼو باغونه شته چې بڼوال یې له ترویج خوښ دي.
د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د شفتالانو یو باغدار سږ کال د شفتالو له ډیرو حاصلاتو خوښ دی او وايي د تیر کال په نسبت یې سږ کال باغ ډیر حاصل کړی دی.
د ننګرهار د کرهڼې د ریاست چارواکي وايي، د سږ کال په اوږدو کې يې شاو خوا شل زره کیلو ګرامه بېلابېل اصلاح شوي تخمونه تولید کړي دي او دا تخمونه به تر ډیره د هغو بزګرانو اړتیاووې پوره کړي، چې اصلاح شوي تخمونه غواړي.
په ننګرهار کې د سویابینو کښت چې کال په کال مخ په زیاتېدو دی او کروندګر يې له حاصلاتو خوښ ښکاري وايي د حاصل د ټولولو په مهال د تجهیزاتو له کموالي سره مخ دي.
نور پورته کول