مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.
د پېښور ښار اوسېدونکی عارف خان چې د سپورټ موټرونو مينه وال دی، په دوو مياشتو کې یې د فرانسوي موټر“بوګاټي ”په څېر یو موټر جوړ کړی. هغه وايي چې دا موټر يې په بهرنيو هېوادونو کې ليدلى و او ډیر یې خوښ شوی و. مسکا ساپۍ پرې راپور چمتو کړی.
د پیښور اوسیدونکی ۳۰ کلن حسيب حسن چې ښوونکی دی په تېرو ۱۲ کلونو کې یې په پېښور کې د څارويو د ساتنې لپاره هم کار کړی دی. هغه تر دې دمه ۵۰۰ سپي ژغورلي دي. د هغه لخوا ژغورل شویو سپیانو کې د “شینو “ په نوم یو سپی هم وو چې اوس له یوې کاناډایي ميرمنې سره ژوند کوي. مسکا ساپۍ د حسن پر فعالیت راپور چمتو کړی.
سیدالله په پېښور ژوبڼ کې د څارويو یو ساتونکی دی چې له تیرو اوو میاشتو راهیسې د "ټيګو" په نوم د بنګال د پړانګ د یو بچي پالنه کوي. هغه وایي چې دغه پړانګ په ورځ کې دوه کيلو غوښه خوري او يو نيم ليتر شيدې څښي.هغه مني چې حتی دغه وحشي ځناور هم د مینې په ژبه پوهیږي او له هغه څخه د ویرې احساس نه کوي.
په پېښور کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د بيارغونې په يوه شخصي مرکز کې يو شمېر افغان کډوال تر درملنې لاندې دي. دوی کې د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو داسې اصلي اوسیدونکي هم شته چې خپل نیم ژوند یې د شیشې او پوډرو په څکولو تېر کړی دی. مسکا ساپۍ- امریکاغږ
د پېښور پوهنتون د استادانو د اتحاديې په تالار کې د افغان کډوالو د کمېشنرۍ له خوا یو نندارتون جوړ شوی و چې په کې د افغان کډوالو لاسي او ماشیني صنایعو سربیره انځورونه او نقاشۍ نندارې ته اېښودل شوې وې. مسکا ساپۍ - امریکاغږ
د پيښور پوهنتون ارواپوهنې څانګې لخوا دوه ورځنی کلتوري نندارتون جوړ شوی چې پکې افغان او پاکستاني زده کوونکي بیلابیل دودیز کالي او خوراکي توکی نندارې ته وړاندې کوي. زده کوونکي وایي دا ډول مېلې د انسان په روان ښه اغیز لري او د زده کړې ترڅنګ د تفریح لپاره هم ښه بدلون کیدای شي. مسکا ساپۍ - امریکا غږ
د پیښور اوسیدونکې ۲۸ کلنه فریال ظفر یوه داسې ارواه پوهه ده چې پخپله په دواړو لاسونو معلوله ده. هغه وايي چې د معلوليت له امله له ډېرو ننګونو سره مخامخ وه، خو مور او پلار يې تل ملاتړ کړی او د همدغه ملاتړ له کبله یې په ارواپوهنه کې ماسټري کړې ده. مسکا ساپۍ پرې راپور چمتو کړی
سپینې یا پېښورۍ خولې کارول د پيښور اوسیدونکو پخوانی رواج دی چې اوس هم دغه دود پالل کیږي. د پېښور ګنج سیمې سره نږدې په دوره چوک کې د دغه ډول خوليو جوړولو ګڼ شمیر دوکانونه شته چې جوړونکي یې وايي، پېښورۍ خولۍ له جاپاني ټوکر څخه جوړيږي او جوړول يې شاو خوا دوه ساعته وخت نيسي. مسکا ساپۍ - امریکاغږ
د پیښور په بورډ سیمه کې د افغانستان د تکواندو د ملي ټیم د هغو نجونو د ستاینې لپاره غونډه جوړه شوې چې د نومبر په لومړنۍ نیټه د “G2” په اسیایي سیالیو کې یې د سرو زرو او سپینو زرو مډالونه ګټلي دي. دغه غونډه په پیښور کې د افغان کډوالو د تکواندو د فدراسیون لخوا جوړه شوې وه. مسکا ساپۍ - امریکاغږ