منیر بهار په کال ۲۰۱۸ کې دخوست شېخ زاید پوهنتون څخه د ژورنالېزم په څانګه کې لېسانس ترلاسه کړی او د ۲۰۲۱ کال راهیسې له سوېل ختیځ زون څخه له امریکاغږ سره د ازاد خبریال په توګه کار کوي.
خوست کې یو شمېر سیمه ایز اوسیدونکي وایي چې د رسنیو له لارې د ګوزڼ په اړه خپاره شوي پیغامونه اغیزمن دي او دوی ېې هڅولي چې خپل ماشومان واکسین کړي.
د خوست ولایت له ګلان کمپ څځه د وزیرستاني کډوالو د بیرته ستنیدو د لړۍ له پیل سره سم، د دوی ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول کیږي.
د خوست روغتیایي چارواکي وایي، په تېر کمپاین کې ېې د دې ولایت ۴۱ سلنه هغو کورنیو ته هم د پولیو ضد واکسین رسول شوی چې پخوا یې له واکسین کولو ډډه کوله.
په خوست کې د کوچیانو یو شمېر کورنۍ د نورو موسمي ناروغیو ترڅنګ پولیو هم د خپلو ماشومانو د روغتیا لپاره لوی ګواښ ګڼي او د واکسین د نه رسیدو له امله اندیښمن دي.
د خوست روغتیایي مسؤولین وایي چې له نورو ولایتونو څخه خوست ته د ورتلونکو کورنیو ماشومانو ته په منظم ډول د پولیو ضد واکسین ورکول کیږي.
د خوست اوسیدونکي د ګوزڼ پر وړاندې د مبارزې کمپاین بریالی ارزوي او اصلي لاملونه یې ډاډمن امنیت او له رضاکارانو سره د طالب چارواکو او ولسونو پراخه همکاري بولي.
د پولیو ضد واکسین کمپاین چې په هېواد کې د سیاسې بدلون له رامنځته کېدو سره سم په ټپه ولاړ ؤ د نومبر په اتمه (لړم ۱۷) نیټه بیا پیل شو.