نزرانه غفار د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.
د احتجاج تنظیموکي وایي چې ځینې لادرکه شوي کسان کور ته راغلي دي چې شمیر یې شاوخوا اتیا تنه دی
د نقیب الله ملگري په خپل فیس بک د ملگرو نه وغوښتل چې د هغه د وژلو په ضد د احتجاج لپاره راغونډ شي
د امریکا د کانگرس د بهرنو چارو کمیټې د پاکستان او امریکا د اړیکو په هکله یوه غونډه وکړه چې یې په سیمې کې د پاکستان په رول سختې نیوکې کړیدي.
د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي وایي چې د افغانستان په مسله کې د ټولو اړخونو د خبرو پرته پرمختگ نشې کیدی
د نقیب الله محسود د وژلو په ضد او د هغه د قاتل د نیولو لپاره په اسلام آباد کې هم احتجاجي غونډه وشوه.
اقبال خان د لندن او د اکسفورډ په پوهنتون کې په پاکستان کې د مذهبي زغم په هکله وینا وکړه.
د خویاندو ښارونو ټولنه په هرات او کندهار کې فعالیتونه کوي او تراوسه پورې یې د خلکو ترمنځ د روابطو ټینگولو په مختلفو پروژو کار کړیدی.
د پدماوات فلم د خپریدو نه وروسته په دغه فلم د راجپوت ځینو ډلو تر سنگ ځینې مسلمانانو او د ښځو د حقونو مبارزینو هم په دغه فلم نیوکې کړیدي
د امریکا د میشیگن پوهنتون کې یو سپورټي ډاکټر لیري نصار چې د لوبغاړو نجونو علاج به یې کاوه، د اوو ورځو د محاکمې نه وروسته د ۴٠ کلونو نه واخله د ١٧٥ کلونو پورې په بند محکوم شو.
د پېښور یوې محکمې د بشري حقونو فعالې او د یوې غیر دولتي موسسې مشرې گلالۍ اسماعیل ته په ټولنیزو رسنیو د مرگ د گواښونو په جرم یو کس زنداني کړیدی.
د ایپل د شرکت مشر په بیروت کې د جینکو د تعلیم د مبارزې ملالې یوسفزي سره د ملاقات نه وروسته اعلان کړیدی چې گډ کار به وکړي
د پېښ،ر سره نژدې د چارسده په سیمه کې یو محصل په خپل استاد دین ته د سپکاوې د تور نه وروسته په ډزو وواژه
صلاح الدین رباني وایي چې د بلخ د ولایت د والي د مسلې د حل لپاره د امریکا د ولسمشر د مرستیال مایک پنس د وړاندیز هرکلی کوي
په پاکستان کې د مدني حقونو فعالینو د حکومت په مشرۍ د ملایانو هغه فتوی ستایلي چې وایي ځانمرگه حملې حرام دي
د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د بلخ د والي په هکله لیکي چې هغه په بلخ ولایت د تیرو دیارلسو کلونو راهیسې د والي نه بلکه د یو باچا غوندې حکومت کاوه.
د پاکستان د قصور په ښار کې پر یوې ۷ کلنې ماشومامې باندې جنسي تیري او د هغې قتل اعتراضونه راپارولي چې دوه تنه په کې وژل شویدي.
د پاکستان او امریکا اړیکې یو داسې پړاو ته داخلې شویدي چې ښیي پاکستان د امریکا او د حقاني شبکې او د ترهگرو ترمنځ د یو انتخاب وکړي
د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې مشر وایي پاکستان ته د امنیتي مرستو د شرایطو سره تړل دغه ملک ته موقع ورکوي چې د ترهگرو په ضد اقدامات وکړي.
د پاکستان د بهرنو چارو وزیر خواجه اصف ویلي چې نور امریکا د پاکستان متحد ملک ندی.
د امریکا د بهرنو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان کړیدی چې پاکستان ته به ټولې امنیتي مرستې وځنډوي.
نور پورته کول