نزرانه غفار د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.
په واشنگټن کې د ولسن په څیړنیز مرکز کې د جنوبي اسیا د چارو کارپوه مایکل کگلمین شمالي وزیرستان ته سفر کړی
په لندن کې په ځینو ټیکسي موټرونو او په دیوالونو د بلوچستان د ازادۍ شعارونه لیکل شویدي چې پاکستان یې په غوصه کړی.
په سعودي عربستان کې په تیرو دوو ورځو کې یولس شهزادگانو سره سره نور هم مهم کسان د اداري فساد په تور نیول شویدي
حرمت شاه د یونیم کال په مودې کې خپل وزن ۴٣ کیلو راکم کړیدی. هغه د امریکاغږ ته وویل چې د وزن کمولو نسخه سم او کم خواړه دي
جنرال سید نذیر چې په اسلام اباد کې د پاکستان د پالیسۍ په یو تحقیقاتي مرکز کې کارپوه دی د امریکا غږ ته وویل چې پاکستان د افغانستان او د هند ترمنځ د تجارت درناوی کوي
د "زه هم" په هیشټیگ کې برخه اخیستونکي د ښځو د ځورونو په ضد په خلکو کې پوهاوې زیاتوي او کوښښ کوي چې په ضد یې پیاوړي گامونه واخیستل شي
د امریکا د بهرنو چارو د وزیر به د پاکستان سره په سیمې کې د امنیت په حالت، د افغانستان سره د پاکستان په اړیکو او په داسې نورو مهو مسلو خبرې وکړي
هنرمند گلزارعالم وایي چې خپل مالي وضعیت او په پښتونخوا کې د موسیقۍ لپاره نامساعده حالاتو دېته مجبوره کړو چې کابل ته کډه وکړي
په پاکستان کې د بشري حقوقو فعالین وایي چې په دغه ملک کې د ژبې مذهب او قومیت په اساس د اقلیتونو سره تیعیضي چلند کیږي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د یو نوي دور د پیلیدو په لړ کې کوښښونه شروع شویدي.
د پاکستان د پوځ د مشر د ولسمشر غني سره د ملاقات نه وروسته دا امکانات شته چې د دواړو ملکونو ترمنځ تشنج راکم شي؟
عمران خان د اې پي سره په یوې ځانگړې مرکې کې ویلي دي چې امریکا ته پکار ده، د طالبانو سره خبري وکړي.
په واشنگټن کې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ولمانځل شوه چې پکې د امریکا پوځي او سیاسي چارواکو گډون کړی و
د پاکستان سفیره هغه وخت په ټولنیزو رسنیو د سختو ملنډو سره مخ شوه چې د یوې فلسطینۍ جینۍ عکس یې د کشمیرۍ جینۍ وښود
د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله لور هیله نجیب وایي که څه هم چې د ډیرو مشکلاتو نه تیره شویده، خو اوس د بشر د خدمت لپاره د خپل پلار په نقش قدم روانه ده.
د امریکا د بهرنو چارو وزیر وایي چې نور به د افغانستان حکومت ته دا نه وایي چې په کومو شرایطو دې د طالبانو سره خبرې وکړي
نور پورته کول