نزرانه غفار د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.
د پښتون ژغورنې تحریک مشر منظور پښتین چې دا اوس وخت په ټول پاکستان کې د لادرکه شوو پښتنو او نورو قامونو د خلکو لپاره مبارزه کوي، یو کال مخکې پدی ورځ یعني د ٢٠١٧ کال د ستمبر په میاشت کې د کوره لادرکه شوې و.
د پاکستان د بهرنو چارو وزیر شاه محمود قریشي د امریکا د بهرنوچارو د وزیر مایک پمپیو سره د ملاقات نه وروسته خبریالانو ته په وینا کې ویلي چې امریکا د افغانستان په اړه په خپله پالیسۍ بیا نظر کتنه کړیده
د پاکستان او امریکا اړیکې د تیرو څو کلونو راهیسې په سیمې کې د ترهگرۍ په ضد د جنگ په مسله خرابې شویدي
د پاکستان نوي صدراعظم عمران خان هغه وخت په یو ټویټ کې د هند د پخواني لوبغاړي دفاع وکړه چې په هند کې خلکو پاکستان د تگ نه وروسته پرې نیوکې وکړې.
د پاکستان نوي صدراعظم عمران خان د خپلې دندې د لوړې پورته کولو نه وروسته ملت ته لمړنۍ وینا وکړه
د پاکستان حکومت پداسې حال کې د ټویټر د بندولو گواښ کړی چې په دغه ملک کې د بیان د ازادۍ په ځبلو سختې نیوکې کیږي.
په پاکستان کې د ١۴ اگست ورځ د ازادۍ د ورځې په توگه په داسې حال کې ولمانځل شوه چې په دغه ملک کې د بیان ازادي د سختو بندیزونو سره مخ ده.
په ټولنیزو رسنیو داسې تصویرونه او ویډیوگانې خپرې شوې چې گنې د غزني په جنگ کې یوشمیر وژل شوې طالبان د پاکستان نه ورغلي و او مړې یې پاکستان ته انتقال شوېدي.
د پښتون ژغورنې مشرانو منظور پښتین، علي وزیر، محسن داوړ د یوې بلې مظاهرې لپاره کمپاین پیل کړیدی. د تحریک مشران وایي چې د اگست په ١٢ نیټه به په صوابۍ کې غونډه وکړي.
د پاکستان انتخابات چې په دغه ملک کې دننه او د باندې پرې سخت انتقادونو شویدي، د ځینو کارپوهانو د نظره به په پاکستان کې هیڅ ډول بدلون رانه ولي، خو بیا ځینې وایي چې د عمران خان راتگ په دغه ملک کې د بدلون ستر چانس دی.
د پاکستان د جمعیت علما اسلام سیاسي ډلې مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستان د عمومي انتخاباتو نتایج رد کړیدي او د دغه خلاف یې په ټول ملک کې یې د مظاهرو غږ کړی.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي په یو ټویټ کې د امریکا د پاکستان سره د ډیورنډ په کرښه د کټارو لگولو د بهیر سره د مرستې له کبله اندیښنه ښودلې ده.
د پاکستان انتخابات مکمل شویدي، د ٩٥٪ نه زیاتو څوکیو نتایج اعلان شویدي او د عمران خان د گوند غړي د حکومت په جوړولو لگیا دي.
د پاکستان د عوامي نیشنل گوند د یکشنبې په ورځ یوه غونډې کې پریکړه کړېدی چې د انتخاباتو نتیاج ردوي او د بیا کیدو غوښتنه کوي.
د پاکستان ممکنه صدراعظم ملت ته په خپلې لمړنۍ وینا کې وویل چې غواړي د افغانستان سره ښې اړیکې ولري
د عمران خان دوو پخوانیو میرمنو د هغه په انتخاباتو کې بري په اړه بیلا بیل عکس العمل ښودلی. یوې پاکستان ته مبارکي ورکړې نو بلې ویلي دا د پاکستان بدبختي ده.
د پاکستان د مسلم لیگ نون گوند د انتخاباتو د نتایجو منلو انکار کړیدی او وایي چې په لویه کچه ټگي برگي شویده.
په پاکستان کې د انتخاباتو د لمړنیو نتایجو مطابق د تحریک انصاف گوند د پاکستان د عمومۍ اسمبلۍ کې د نورو گوندونو نه مخکې دی
د پاکستان د عمومي انتخاباتو په اړه نړیوالو مطبوعاتو کې بیلا بیل تبصرې شویدي چې پکې د پاکستان د انتخاباتو د شفافیت په اړه پوښتنې شویدي.
د پاکستان پوځ د اسلام ایاد د عالي محکمې د قاضي شوکت صدیقي هغه تورونه رد کړیدي چې وایي آی ایس آی محکمې خپل کار ته نه پریږدي او د هغوي په کار کې مداخله کوي.
نور پورته کول