نزرانه غفار د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.
څو میاشتې کیږي چې امریکا پاکستان ته امنیتې مرستې په مکمل ډول ځنډولي دي او وایي تر هغه پورې به یې بیرته پیل نه کړي چې پاکستان د ترهگرو په ضد عملیات نه وي کړي.
د پښتون ژغورنې د تحریک مشر منظور پښتین د پنج شنبې په ورځ په یوې نوي فیس بک لایئو ویډیو کې د کراچۍ د احتجاجي غونډې نه مخکې د مشکلاتو په اړه خبرې کړي
منظور پښتین وویل چې د جبر ښار کراچۍ کې هغه ظلمونه شویدي چې هغه چنگیز خان هم ندی کړیدی
د پښتون ژغورنې تحریک یوه فعاله غړي ثنا اعجاز د پاکستان دولتي ټلویژون د دندې گوښه کړیده او علت یې ورته دا ښودلی چې د چارواکو امر دی.
د دغو وژل شوو ځینو ماشومانو مور پلار د څلورو کلونو راهیسې د حکومت نه غوښتل چې د پیښې د تحقیقاتو لپاره دې عدلي کمیسیون وټاکل شي
په کراچۍ کې د پوځ یوې ډلې چې رینجرز نومیږي، د پښتون تحفظ تحریک ځینې غړي نیولې دي او ځینو ته بیا گواښونه کیږي چې احتجاج ته نه ورځي
د پاکستان د عوامي نیشنل گوند (ANP) مشر اسفندیارولي ویلي چې د پاکستان په ملي ادارو نیوکې سم کار ندی. دغه خبرې هغه د پښتون ژغورنې تحریک ته په اشاره کړیدي.
د پښتون تحریک مشر محسن داوړ امریکا غږ ته وویل چې په کراچۍ کې پښتانه د لسیزو راهیسې د ظلم او تشدد ښکار شویدي.
د پښتون ژغورنې د تحریک مشران چې د وزیرستان د دریو مختلفو قبیلو سره تعلق لري، په ډیر لږ وخت کې یې د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی.
د سیاسي چارو کارپوهان پدی نظر دي چې د پاکستان د پوځ وروستی وړاندیز چې غواړي د قبایلي مشرانو جرگه د پښتون تحریک د مشرانو سره خبرې وکړي، په اصل کې د تحریک د قوت د کمولو هڅه ده
ټویټر نن د سه شنبې په ورځ د پښتون ژغورنې تحریک د مشر منظور پښتین اکاونټ بند کړی و خو د وروستیو رپوټونو له مخې د ښاغلي پښتین اکاونټ بیرته فعال شوی دی.
د عیني شاهدینو په وینا په دغه غونډه کې د لسو زرو نه زیاتو خلکو گډون کړیدی چې پکې د پښتنو ترسنگ د پنجاب د نورو قومیتونو خلک هم شامل و.
د پنجاب پولیسو د پښتون ژغورنې تحریک ځینې مشران چې پکې علي وزیر، عصمت شاهجهان او بلال مندوخیل شامل دي، د ملگرو سره په یوې چاپې کې نیولي دي.
په پاکستان کې په تیرو څو اونیو کې د مختلفو ورځپاڼو او ټیلویژوني چینلونو سره کار کونکي خبریالان وایي چې د بیسارې سانسور سره مخ دي.
د جنوبي وزیرستان سوداگرو پرون د سه شنبې په ورځ ( اپریل ١٧) په اسلام اباد کې د مطبوعاتو د دفتر مخې ته احتجاج وکړ.
د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف د څلورو زرو پورې پاکستانیان بهرنیو ملکونو ته ورکړي و او د هغوي په بدل کې یې ډالرې اخیستې وی.
د سیاسي چارو امریکایي کارپوهان وایي چې د پښتون تحریک هر څو چې یو مثبت تحریک دی خو زیات ملاتړ ته ضرورت لري
بلاول بهټو خبردارې ورکړ چې که د پښتون ژغورنې تحریک غوښتنو ته پام ونشي نو دا به ډیرې بدی پایلې ولري.
په واشنگټن ډي سي کې د سپینې ماڼۍ مخې ته په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د تحریک سره د ملاتړ څرگندولو په هدف یوه غونډه وشوه چې پکې په سلگونو پښتنو گډون وکړ.
افغان ځواکونو د کندز ولایت د دشت ارچې په ولسوالۍ کې "د طالبانو پر یوې غونډې" هوايي برید وکړ او وايي چې یو شمېر طالب مشران یې وژلي دي.
نور پورته کول