وحیدالله فیضي له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا د امریکا غږ اشنا سره کار کوي.
د افغانانو د تخلیې د ایتلاف مشر شان وان ډایور وايي تمه لري چې د متحده ایالاتو نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته د مهاجرو په ورتګ باندې د لګول شوي بندیز څخه هغه افغانان مستثنا کړي چې امریکا ته د تګ درخواستونه یې په جریان کې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیټ وايي، په افغانستان کې د نجونو او ښځو سره ظلم په یو سیستماتیک عمل بدل شوی او دې نتیجې ته رسیدلی چې دا وضعیت د بشریت ضد جنایت سره برابر دی.
افغانې لوبغاړې ذکیه خدادادي وکولای شول د ۲۰۲۴ کال د پاریس پارالمپیک لوبو ته لار پیدا کړي.
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر رونالډ نیومن وايي، د ښځو پر کار او زده کړه باندې د طالبانو د حکومت بندیز ددغه ډلې د مشر هبت الله اخندزاده ایډیولوژیکي دریځ دی او ددې لامل شوی چې د طالبانو حکومت په نړیواله ټولنه کې په رسمیت و نه پېژندل شي.
په افغانستان کې په تعلیم او نورو برخو کې د افغانانو د روځني ژوند سختۍ د هغه فلم اصلي موضوع ده چې تازه د امریکا په پایتخت واشنګټن ډي سي کې نندارې ته وړاندې شوی دی.
د خوړو د نړیوال پروګرام اجرائیوي مرستیال کارل سکاو وايي، په افغانستان کې په هرو لسو کورنیو کې نهه یې ددې وس نه لري چې ځان ته پوره خواړه پیدا کړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ شارژدافیر نصیر احمد فایق، وايي تر هغې چې طالبان د افغانستان له خلکو مشروعیت ترلاسه نه کړي، ملګري ملتونه نشي کولای د طالبانو د رسمیت پیژندلو بحث مطرح کړي.
په واشنګټن کې د اوفا (Organize for Afghanistan) شبکې جمعه فبروري ۱۷ (سلواغې ۲۸) د افغانستان د اوسني وضعیت څخه د وتلو او حل لارو موندلو په موخه غونډه جوړه کړه.
ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي سرپرست د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس د جوړیدو غوښتنه کړې.
زلمي خلیلزاد د افغانستان څخه د امریکایي قواو د وتلو په اړه د امریکا د کانګرس د ملي امنیت جرګه ګۍ ته وویل چې د ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان له ګاونډیانو سره د پرمختللې همکارۍ په برخه کې خبرې شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست پخوانی مشر رحمت الله نبیل ادعا کوي چې د افغانستان حکومت او طالبان د شرطونو په کیښودلو سره غواړي چې د سولې بهیر اوږد کړي.
د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني وايي ددې امکان شته چې په افغانستان کې د کرونا ویروس دویمه څپه پیل شي.
د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر او د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر عبدالکریم خُرم وايي امریکا په بشپړه توګه له افغانستان څخه نه وځي.
د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال وايي د کروناویروس له کبله په تیرو څو میاشتو کې د افغانستان ملي عوایدو کې ۲۰میلیارد افغانۍ کموالی راغلی.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د جګړو له کبله هر کال په اوسط توګه دولس زره معلولین او شل زره شهیدان ثبتوي.
د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وايي کابل ته د پاکستان د پوځ د مشر وروستی سفر د سولې په برخه کې افغانستان ته په یو ډول د همکارۍ ډاډ ورکول وو.
د افغانستان حکومت نن سه شنبه د مۍ په ۲۶مه (غبرګولي شپږمه) په نولسو ولایتونو کې لږترلږه ۹۰۰ طالب بندیان له زندان څخه آزاد کړل.
د کرونا ویروس د خپریدو له کبله د نورو لویو غونډو ترڅنګ اوس یو شمیر لاریونونه هم په آنلاین توګه جوړیږي.
نور پورته کول