د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ د کاتولیکانو نوی مذهبي مشر وټاکل شو


FILE -- Robert Francis Prevost elected as new Pope First American to lead the Roman Catholic Church takes the name Leo XIV
FILE -- Robert Francis Prevost elected as new Pope First American to lead the Roman Catholic Church takes the name Leo XIV

د کاټولیک مسیحیت مذهبي مشران یا کارډینالانو امریکایی مسیحي کاردینال رابرت پریووست د خپل نوي مذهبي مشر په توګه وټاکه.

د نړۍ د کاتولیکانو نوی مذهبي مشر نهه شپیته کلن پریووست به د پاپ لیو څوارلسم په نوم یاد شي.

زیات شمیر خلک د سینت پیترزڅلور لارې کی په پوره شوق او علاقې راټول شوي و او په واتیکان کې د دودکش څخه د سپین لوګي په را څرګندیدو یې په تودو احساساتو سره د هغه د راتګ هرکلی وکړ.

دا دوهمه ورځ وه چې کاردینالان په روم کې سره راغونډ شول چې د واټیکان په سېسټن چپل کې د یو نوي پوپ د ټاکنې دپاره لومړۍ دور رایه ورکړي.

په څه باندې یوه لسیزه کې، دا د کاټولیکو مسیحیانو د ستر مذهبي مشر د ټاکنې لومړنۍ غونډه وه چې د چهارشنبې په ورځ پیل شوه او دا ځل ۱۳۳ مذهبي مشرانو پکې برخه اخیستې وه چې په تاریخ کې د شمېر د زیاتوالي له اړخه بېسارې غونډه ده.

کارډينالان معمولآ په داسې غونډو کې په څلورو ورځو کې، څلور پړاوه سري یا پټې رایې ورکوي، تر هغو چې دوه په درېیمه برخه اکثریت د یو کاندید په ټاکنې سلا شي او هغه د نړۍ د یو اعشاریه څلور میلیارډو کاتولیکانو مذهبي مشرتابه ته وټاکل شي. تر دې وړاندې د دوو مخکېنیو پوپ مشرانو د ټاکنې غونډې په دوه ورځو کې نتیجو ته رسېدلې.

د ټاکنېزې غونډې په دوران کې، دا مذهبي مشران د بهر سره د هر راز اړیکو ټینګولو نه منعه وي. د هر وار رایې ورکولو وروسته، کارډینالان اچول شوې رایې په یوه بخارۍ کې سوځوي، چې په پایله کې یې د دودکش څخه بهر تور لوګی وځي. کله چې کارډینالان په یو کاندید سلا شول او پوپ وټاکل شو، بیا نو بهر د دودکش څخه سپین لوګی وځي چې د فیصلې اعلان څرګندوي.

په دې ټاکنیزه غونډه کې چې دا ځل هرڅوک وټاکل شي، هغه به د فقید پوپ فرانسېس ځایناستي شي چې تېره میاشت د ۸۸ کلونو په عمر مړ شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG