د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: په ۲۰۲۶ کې به د امریکا د پوځ په لاغښتلي کولو څه باندې یو تریلیون ډالر لګوو


ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې د امریکا پوځ به په نړۍ کې تر ټولو پیاوړی وساتي، د سیاست پر ځای به وړتیا ته لومړیتوب ورکړي، په فزیکي جوړښت تمرکز بیرته په ځای کړي، او د پوځ په مختلفو څانګو به له یو ټریلیون ډالرو څخه زیاتې پیسې ولګوي.

ټرمپ دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ په ورجینیا ایالت کې د کوانټیکو په پوځي اډې کې په یوې نادرې غونډې کې وکړې. په دې غونډې کې د متحدو ایالتونو د پوځ سلګونه مشران او د اردو قومندانان شامل وو.

ولسمشر ټرمپ د خپلو خبرو په مهال، وویل: "په دې هڅه کې موږ یو ټیم یو، او له همدې امله زما پیغام تاسو ته ډېر ساده دی: زه ستاسو سره یم، زه ستاسو ملاتړ کوم، او د ولسمشر په توګه، زه ستاسو ملاتړ سل په سلو کې لرم."

ټرمپ د روانې میاشتې په پیل کې د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت یا پنټاګون یې د جنګ په وزارت ونوموه او ویې ویل چې د جنګ وزارت به "جګړې ودروي".

هغه زیاته کړه چې په وروستیو میاشتو کې په اردو کې د جلب او جذب کچه تربل هر وخت لوړه شوی ده.

ټرمپ وویل: "ما ژمنه کړې چې په ۲۰۲۶ کال کې به زموږ په پوځ باندې له یو ټریلیون ډالرو څخه ډېر مصرف وکړم او دا زموږ د هیواد په تاریخ کې تر ټولو ډیر دي."

د ولسمشر ټرمپ تر وینا مخکې، د متحدو ایالتونو د جنګ وزیر، پيټ هېګسېټ، خبرې وکړې او پوځي قومندانانو ته یې وویل چې "د جګړې لپاره چمتوالی ونیسئ او بري لپاره یې چمتوالی ونیسئ".

پیټ هېګسېټ زیاته کړه: "له دې شیبې وروسته د جګړې د نوي وزرات یوازینۍ دنده دا ده: جګړه. د جګړې لپاره چمتووالی او د بري لپاره چمتووالی... نه دا چې موږ جګړه غواړو، دلته هیڅوک جګړه نه غواړي، دا ځکه چې موږ سوله خوښوو. موږ د خپلو هیوادوالو لپاره سوله خوښوو."

هغه وویل چې دا پالیسۍ د دې لامل شوې وې چې د دې وزارت "وړتیا لږه او د وژنې ځواک" کم کړي. نوموړي په پوځ کې د جنګي او فزیکي جوړښت ارزونې هم اعلان کړې. هېګسېټ وویل چې د ده په مشرۍ کې غیر مسلکي دوره پای ته رسیدلې ده.

هغه زیاته کړه: «تاریخ موږ ته رازده کړي چې یوازې هغه خلک د سولې مستحق دي، چې د دفاع لپاره یې جګړې ته ودانګي. غیر فعال اوسېدل ساده او خطرناک دي. دا د بشر طبیعت له پامه غورځوي، د بشري تاریخ له پامه غورځوي.»

نوموړي زیاته کړه: «که زموږ دښمنان پرېکړه وکړي په احمقانه توګه موږ وننګوي، د جګړې وزارت له لوري به په خشونت، دقت او زور سره وځپل شي.»

هېګسېت وویل چې دا عاجله شېبه نور ځواکونه غواړي، نور تجهیزات غواړي، نورې بې پیلوټه الوتکې غواړي، نور اوبتلونه غواړي، نورې بي۵۲ بمب غورځوونکې الوتکې غواړي، نور ابتګار غواړي، نوره مصنعوي ځېرکتیا غواړي- د چټک سرعت سره- چې تر نورو مخکې واوسی.

هغه زیاته کړه: «اوس یې وخت دی او علت یې هم عاجل دی.» هیګسیت وویل چې هغه غواړي له پوځ څخه سیاست لرې شي.

د جنګ وزیر وویل: «دې حکومت له لومړۍ ورځې راهیسې ډیر څه کړي دي، چې د ټولنیز عدالت او سیاسي سمون تر نامه لاندې زهرجن ایډیالوژیکي کثافات چې زموږ څانګه یې ککړه کړې، لرې کړي؛ او سیاست له منځه یوسي.»

هغه د جنګي وسلو لواو لپاره د قد او وزن اړتیاوې او د جنګي ساحې ازموینې هم اعلان کړې چې "باید په هر چاپیریال کې، هر وخت ، او د جنګي تجهیزاتو سره پلي شي." هغه وویل: "نن، زما په امر، د غیر مسلکي بڼې دوره پای ته رسیدلې ده."

"که تاسو د جنګي مقامونو لپاره د نارینه وو په کچه فزیکي معیارونه پوره نه کړئ، د PT [فزیکي روزنې] ازموینه کې نشئ کامیابدلی، یا مخ په وړاندې نه شی تللی، یا مسلکي نه ښکارئ، نو دا د نوي مقام یا مسلک موندلو وخت دی." هیکسیټ ټینګار وکړ چې حکومت د امریکایی ښځینه سرتیرو او افسرانو قدردانی کوي.

هغه وويل: "دا د ښځو د خدمت کولو څخه د مخنیوي په اړه نه ده. موږ د ښځینه سرتیرو اغیز ته ډیر ارزښت ورکوو." "زموږ ښځینه خورد ظابطې یقینا په نړۍ کې غوره دي."

نوموړی وویل چې کله چې د هرې دندې خبره راځي چې فزیکي ځواک ته اړتیا لري، لکه د جګړې په دنده کې، نو دا فزیکي معیارونه باید لوړ او د جنسیت له پلوه بې طرفه وي. که ښځې بریالۍ شي – ښه [ده]. که نه شي کولای نو نشي کولای. د جګړې وزیر زیاته کړه: « دا په ې معنی وي چې هیڅ ښځه د ځانګړو جنګي دندو لپاره وړ نه ده، نو نه به وي. دا هدف نه دی، خو دا نتیجه کیدی شي. دا پدې مانا هم ده چې کمزوري سړي به وړ نه وي - ځکه چې موږ لوبه نه کوو.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG