په عکسونو کې: د پاریس د سږني المپیک سیالیو د اختتام مراسم

۱
د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د ۲۰۲۴ کال د المپیک سیالیو د اختتام په مراسمو کې د هالیووډ د فلمونو مشهور ستوري ټام کروز هم ګډون درلود

۲
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او یو شمیر نور چارواکي د ۲۰۲۴م کال د المپیک سیالیو د اختتام مراسم ګوري

۳
د بریتانیا ورزشکاره، ایملي کمپیبل چې د ښځو د وزن پورته کولو په کټګورۍ کې یې د برونزو مډال ګټلې، خپل ویښتان یې د المپیک سیالیو د پنځو کړیو(حلقو) ته ورته ډیزاین کړې و

۴
د هالیووډ فلمي ستوري ټام کروز د ۲۰۲۴ کال د المپیک سیالیو د اختتام په مراسمو کې د لاس انجلس ښاروالې کیرن باس ته د المپیک بیرغ ورکړ