د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن ۱۸ کسان او بنسټونه چې له ایران سره مرسته کوي، مشخص کړي دي


د امریکا د متحده ایالتونو د مالیې وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د بهرنیو شتمیو د کنترول دفتر یې هغه "۱۸کسان او بنسټونه چې د عوایدو د ترلاسه کولو او د متحده ایالتونو د بندیزونو څخه د تېښتې لپاره د ایران د رژیم په هڅو کې مهمه ونډه لري"، مشخص کړي او د بندیزونو په لېست کې یې شامل کړي دي.

دې وزارت ویلي دي ایران، چې د نړيوالې انزوا له کبله د شدیدو مالي محدودیتونو سره مخامخ دی، د بندیزونو څخه د تېښتې لپاره پیچلي بانکي طرحې، د صادراتو څخه د عوایدو د ترلاسه کولو په خاص ډول د تېلو د غیرقانوني خرڅلاو او د تادیاتو لپاره د خپلې وړتیا د ساتلو طرحې او بدیلې لارې برابرې کړي دي.

اعلامیه وایي دغه لارې چارې د ایران رژیم ته دا زمینه برابروي چې خپلې نیابتي ډلې تمویلې کړي او په خپلو خلکو باندې ظلمونه روان وساتي.

دغه راز په اعلامیې کې راغلي دي چې هغو مالي او د معلوماتي تکنالوژیو شرکتونو چې بندیزونه پرې لګول شوي، د ایران رژیم ته یې د څار پرمختللي تکنالوژي ورکړې چې د ایران امنیتي ادارې ترې د انټرنټ د محدودولو او د هغو ښخو د ځپلو لپاره کار اخلي چې د رژیم د حجاب اجباري محدودیتونه ماتوي.

د متحده ایالتونو د مالیې وزیر، سکاټ بېسنټ، ویلي دي چې "د ولسمشر ترمپ د حداکثر فشار د کمپاین او په نړیوال مالي سیستم کې د مخ په زیاتېدونکي انزوا له کبله، د ایران رژیم د پټېدو هېڅ ځای نلري".

بېسنټ وویل: "د مالیې وزارت د امریکا د خلکو د ساتنې لپاره، زموږ له تحریمونو څخه د تښتې په موخه د ایران د پلانونو ګډوډلو، عوایدو ته د هغوی د لاسرسي مخنیوي او له شتمنیو څخه د ایران د تسلیحاتي پروګرامونو محرومولو ته به ادامه ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG