د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې لپاره د شلو مهمو ټکیو طرحه وړاندې کړې ده چې په کې د غزې اقتصادي بیا رغونه، د حماس او نورو وسلهوالو ډلو بېوسلې کول، د بیا رغونې دپاره د نړیوالو مرستو پیل، د وسلو د داخلېدو مخنیوی، او نورې مادې شاملې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر (یوناما) له واکمنو طالبانو څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې «ژر تر ژره او په بشپړ ډول انټرنټ او ټیلفوني اړیکې بیرته فعالې» کړي.
ولسمشر ټرمپ وایي د غزې د جګړې د پایته رسولو دپاره حماس باید د امریکا له خوا وړاندې شوی پلان ومني یا د اسراییلو له خوا له تباهۍ سره مخ شي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي وینس وايي چې روسیه باید د اوکراین پر وړاندې په خپله جګړه کې "ویښه شي او له واقعیت سره مخ شي" او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ "جدي غوښتنې" ته غوږ ونیسي ترڅو د سولې یوې موافقې ته د داخلیدو لپاره د خبرو اترو میز ته راشي.
د متحدو ایالتونو فضايي ادارې (ناسا) د ځمکې مدار ته د ستورمزلو د استولو پلانونه اعلان کړل چې په تېرې څه باندې نیمې پېړۍ کې په لومړي ځل کېږي.
ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ د سپتمبر ۲۹ مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د اتیایمې عمومي اسامبلۍ په څنډه کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان او د نړۍ کارپوهان په افغانستان کې د بشري سرغړونو په اړه غونډه وکړي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د طالبانو له زندان څخه د یو امریکايي وګړي امیر امیري د خوشي کېدو خبر ورکړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې فدرالي څارنوالانو ته اجازه ورکوي چې د امریکا په پلازمینه واشنګټن ډي سي کې د "ډیرو بدو جرمونو" لپاره د مرګ سزا وغواړي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یو مقام کریستوفر لانداو د ملګرو ملتونو د عمومي د غونډې په یوې څنډې کې د کډوالۍ او پناه غوښتنې په اړه په نړیوالو سیاستونو کې د بدلون غوښتنه وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو وايي، دا یو تاریخي فرصت دی چې سوریه او لبنان د ایران او د حزبالله د ترهګرې ډلې له نفوذ څخه پرته ثبات ومومي، هغه وايي دا داسې یو فرصت چې دوه کاله مخکې یې تصویر هم نه کېده.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د ترکيې د مشر رجب طیب اردوغان دپاره میلمستیا برابره کړې ده. دا پداسې حال کې ده چې ترکیه د جنګي الوتکو د خرڅلاو په تړاو د بندیز د لرې کولو غوښتنه کوي.
نور پورته کول