د متحدو ایالتونو د ولسمشر دونالډ ټرمپ د سفر د بندیزونو په فرمان کې یو لړ استثنی هم شته چې افغانان هم په کې شامل دي.
سپینې ماڼۍ په دې اړه امریکا غږ ته په یو استول شوي ایمیل کې امریکا ته د افغانستان او ۱۱ نورو هېوادونو د وګړو د سفر د بندیز په اړه د ولسمشر ټرمپ د فرمان د استثنی برخه تصریح کړې.
ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ یو فرمان لاسلیک کړ چې په اساس یې د ۱۲ هېوادونو وګړي امریکا ته له سفر کولو بند شوي، خو په دې کې د ځینو مشخصو برخو ویزې مستثنی دي. د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي څانګې امریکا غږ ته د ولسمشر ټرمپ د فرمان همدا برخه استولې ده.
په فرمان کې راغلي دي: «دا فرمان په هغه فرد نه تطبیق کېږي چې متحدو ایالتونو ورته پناه ورکړې وي، هغه کډوال چې وار دمخه په متحدو ایالتونو کې قبول شوی وي او یا هغه فرد، چې د شکنجې او نورو ظالمانه، غیر بشري او سپک کوونکو چال چلندونو ضد کنوانسیون په اساس، د نه شړل کېدو او حفاظت بهیر یې ځنډول شوی وي.»
همدغه راز ویل شوي دي چې دا فرمان باید هېڅ داسې تفسیر نه شي، چې ګنې د هغو خلکو وړتیا محدودوي چې په متحدو ایالتونو کې پناه او کډوالي غواړي او یا یې، د یاد شوي کنوانسیون په اساس، د اخراج او حفاظت بهیر ځنډول شوی وي.
په دې سربېره، د ولسمشر ټرمپ د سفر د بندیزونو په فرمان کې هغه افغانان هم شامل نه دي، چې د مهاجرت د ځانکړې ویزې (SIV) په شرایطو برابر او مستحق دي.
د متحدو ایالتونو د دایمي اقامي (ګرین کارت) لرونکي افغانان هم په دغه فرمان کې مستثنی دي.
همدغه راز هغه کډوال او غیر کډوال هم په فرمان کې شامل نه دي، چې د دغه فرمان تر نافذ کېدو مخکې یې د متحدو ایالتونو ویزې ترلاسه کړې وي.
هغه لوبغاړي او د لوبو مسئولین هم د ولسمشر ټرمپ د فرمان په بندیز کې نه دي شامل دي، چې د نړیوالو سیالیو لپاره متحدو ایالتونو ته راځي.
په همدې میاشت کې په متحدو ایالتونو کې د «میجر لیګ کرکټ» تجارتي سیالۍ پيل کېږي، چې د افغانستان د کرکټ د ستوري راشد خان په ګډون یو شمېر افغان لوبغاړي هم په کې لوبېږي.
ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې دا پرېکړه یې د خپلې ملي امنیتي ډلې له ارزونې وروسته کړې او په فرمان کې د افغانستان په اړه ویل شوي، چې د طالبانو حکومت «د پاسپورټونونو او مدني اسنادو د صدور لپاره یو وړ او همکار مرکزي ځواک (اداره) او د تفتیش او ارزونې مناسب اقدامات نه لري».
د سفرونو د بندیز په فرمان کې افغانستان او ایران په ګډون برما، چاد، کانګو، استوايي ګینه، اریتریا، هایتي، لیبیا، سومالیا، سودان او یمن شامل دي، د راتلونکې دوشنبې په ورځ (د جون نهمه) د امریکا په وخت ۱۲ بجې عملي کېږي.
په دې سربېره د اوو نورو هېوادونو بروندي، کیوبا، لاوس، سیرا لیون، تاګو، ترکمنستان او ونزویلا په خلکو باندې د ویزو یو لړ محدودیتونه لګول شوي دي، چې په کې د تجارت، سیاحت او تحصیل ویزې هم شاملې دي.
فورم \ دبحث خونه