د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوال انساني قاچاق په اړه په خپل ۲۰۲۵ کال کلني راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو او نورو ډلو له خوا له ماشومانو څخه ناوړه ګټه اخیستنه زیاته شوې ده، او راپور په ځانګړي ډول د ماشومانو د استخدام او قاچاق او د "بچه بازي" زیاتوالي ته اشاره کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر (یوناما) له واکمنو طالبانو څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې «ژر تر ژره او په بشپړ ډول انټرنټ او ټیلفوني اړیکې بیرته فعالې» کړي.
طالبانو په ټول افغانستان کې انټرنټ بند کړ
ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ د سپتمبر ۲۹ مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د اتیایمې عمومي اسامبلۍ په څنډه کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان او د نړۍ کارپوهان په افغانستان کې د بشري سرغړونو په اړه غونډه وکړي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د طالبانو له زندان څخه د یو امریکايي وګړي امیر امیري د خوشي کېدو خبر ورکړی دی.
د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف، په افغانستان کې د ښځو د حقونو په ګډون، د بشري حقونو په خوندیتوب ټینګار وکړ.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق، وایي چې د افغانستان په اړه د نړۍ نه پاملرنه، ناوړه پایلې درلودلی شي.
د اسلامي همکاریو د سازمان ۵۰ غړو د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومې غونډې په څنډو کې د افغانستان په اړه غونډه وکړه او یو شمېر غړو یې له افغان ښځو او نجونو سره د طالبانو په چال چلند انتقادونه وکړل.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د طالبانو "ظالمانه سیاستونه" د افغانستان د خلکو ستونزې لا سخته وي.
په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې اداره وايي چې په کونړ کې د زلزلې له کبله روغتونونو ته تللې لارې بندې شوې او بې ځایه شوې مېرمنې تر خیمو لاندې ماشومان زېږوي.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۸۰مه غونډه کې، د اسمبلۍ مشرې انالینا بیربوک، په نړۍ کې د بشري بحرانونو د شمیرولو په مهال، د افغانو نجونو وضعیت د "بې رحمه بشري کړاو" د یوې سترې بیلګې په توګه یاد کړ.
د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) ویلي دي چې د فوټبال هغه افغانې لوبغاړې چې په متحدو ایالتونو کې ژوند کوي د فیفا لخوا تنظیم شوي کلبونو ته به لاسرسی ونلري.
نور پورته کول