د لاس رسي وړ اتصالات

چینايي شرکتونه تورن شول چې د شمالي کوریا هکرانو سره مرسته کوي امریکایان په نښه کړي


د سایبري امنیت نوی راپور وایي چینایي سوداګریز شرکتونه د شمالي کوریا د تکنالوژۍ د چارو کارکونکو سره د جعلي کمپنیو په جوړولو مرسته کوي چې لویدیځوال ددوي په ګمارلو وغولوي.

راپور وایي په امریکا کې نږدې ټولې ۵۰۰ لویې کمپنۍ ددې ستونزې سره لاس او ګریوان دي چې په شمالي کوریا کې د تختیکي چارو د کارکوونکو په ګمارلو خطا ایستل شوي دي.

د سترایدر تکنالوجیز په نوم د سایبري امنیت یو شرکت چې دا راپور یې لیکلی دی، په چین کې دیره ۳۵ هغه شرکتونه تشخیص او په ګوته کړي چې د شمالي کوریا د تخنیکي چارو د عملیاتو سره اړیکې او تړاو لري.

راپور وایي دا کارکونکي په خپل لوړ معاش د شمالي کوریا د میزایلو پروګرام ته پیسې راغونډوي او په دوی باندې دا تورهم دی چې ددې کمپنیو په اړه یې، چې دوي ورته کار کاوه، پټ استخباراتي معلومات هم راټولول.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په دې راپور کې تورونو ته کوم ځواب نه دی ورکړی.

سږ کال د جنورۍ په میاشت کې د امریکا د استخباراتو ادارې خبرداری ورکړ چې د شمالي کوریا د تخنیکي چارو کارکوونکي په زیاتیدونکې توګه امریکایي سوداګریزې کمپنۍ په نښه کوي او په ځینو قضیو کې یې د باج اخیستو دپاره ددې کمپنیو څخه معلومات هم غلا کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG