اروپايي اتحادیې د سه شنبې په ورځ، جنوري ۲۱ (سلواغه ۲)، د لبنان د وسله والو ځواکونو سره د ۶۲ میلیون ډالرو مرسته په داسې حال کې اعلان کړه چې دغه بحران ځپلی هېواد د اسرائیل او حزب الله ډلې ترمنځ د اوربند پلي کولو هڅه کوي.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس وویل چې دا مرسته "د لبنان او اسرائیل ترمنځ د اوربند د موافقې د پلي کولو د یو مهم پړاو" په ترڅ کې شوې ده.
هغې وویل، د لبنان وسله وال ځواکونه "د سیمې او کورني ثبات لپاره اړین دي او د خپل مهم ماموریت په ترسره کولو کې زموږ د ټولو د ملاتړ مستحق دي."
د اسرائیل او حزب الله د اوربند د موافقې له مخې، بیروت ویلي چې اسرائیل باید د جنوري تر ۲۶مې د لبنان له جنوب څخه په شا شي ترڅو لبناني اردو او د ملګرو ملتونو سوله ساتونکي ځواکونه پکې ځای په ځای شي.
د موافقې له مخې، حزب الله هم اړ دی چې په جنوب کې خپلې پاتې پوځي زیربناوې له منځه یوسي او خپل ځواکونه بیرته د لیتاني سیند شمال لور ته ولیږدوي چې د اسرائیل سره له ګډې پولې څخه شاوخوا ۳۰ کیلومتره فاصله لري.
د اروپایی اتحادیې دا مرسته د لبنان د اردو د پیاوړتیا په موخه د لویدیځ د مرستو د لړۍ وروستۍ څپه ده، متحده ایالاتو تیره اونۍ وویل چې دوی به هم لږ تر لږه ۱۱۷ میلیون ډالر امنیتي مرستې وکړي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د جمعې په ورځ بیروت ته د سفر په ترڅ کې وویل چې پاریس به ډیر ژر د اسرائیل او حزب الله له جګړې وروسته د لبنان د بیارغونې لپاره د مرستو غونډولو د یو کنفرانس کوربه وي.
لبنان د ۲۰۱۹ له اقتصادي بحران وروسته د اردو په ګډون د خپلو عامه ادارو د تمویلولو لپاره له کلونو راهیسې د امکاناتو له کمښت سره مخامخ دی.
بیروت همدارنګه اړ دی چې د حزب الله او اسرائیل ترمنځ له دوه میاشتنۍ جګړې وروسته د بیارغونې لپاره لګښتونه پوره کړي. د حزب الله وسله والو دغه جګړه د غزې په سر پیل کړې وه او په نومبر کې پای ته ورسېده.
ددې مطلب لپاره د اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو له معلوماتو استفاده شوې ده.
فورم \ دبحث خونه