د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل د غزې ښار نیولو لپاره د حماس په ضد خپل عملیات قوي کړل


اسرائیل وايي چې د غزې د ښار د نیولو لپاره یې د خپلو عملیاتو دویمه مرحله پيل کړې، زرګونه احتیاطي ځواکونه یې خوځولي او د فلسطین ولسي خلکو ته یې خبرداری ورکړی چې سیمه پرېږدي، غزه د حماس د ترهګري ډلې وروستی مورچل ګڼل کېږي.

اسرائیل د چهارشنبې په ورځ د غزې د ښار په څنډو کې له ځواکونو سره د خپل پوځ د لوی درستیز جنرال ایال زمیر د ملاقات ویدیو خپره کړې او د هغه په حواله یې لیکلي دي: «موږ د ګیدون چایروتس عملیاتو دویمې مرحلې ته داخل شوي یو چې د جګړې اهداف ترلاسه کړو: خپل یرغمل شوي راستانه کړو- دا یو اخلاقي او ملي ماموریت دی- او موږ به د حماس د ثقل په مرکزونو باندې بریدونه کوو تر څو پورې چې ماتې ورکړو.»

تېره میاشت احتیاطي ځواکونه وبلل شول او د اسرائیل ځمکنيو او هوايي ځواکونو د غزې په شمالي او مرکزي برخو کې د حماس په ضد خپل کمپاین پراخ کړ.

اسرائیلي ځواکونو د غزې ښار په لویدیځ کې د زیتون او شجاعیه په سیمو بمبارۍ کړي، دا سیمې د اسرائیل او حماس ترمنځ په تقریبآ دوه کلنې جګړې کې په وار وار په نښه شوي دي.

د اسرائيل صدراعظم بینیامن نتنیاهو ویلي دي چې جګړه خپلې «پرېکنده پړاو» ته داخله شوې ده.ایال زمیر د سه شنبې په ورځ د اسرائیل د ناشونیم په مرکزي اډې کې د احتیاطي ځواکونو د لوژیستیک او تکنالوژۍ ریاست له غړو سره ولیدل.

حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باند په ترهګریز برید کې ۲۵۱ تنه یرغمل کړل، په دغه برید کې ۱۲۰۰ تنه ووژل شول چې اکثریت یې ملکیان وو او جګړه یې وپاروله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG