جنرال عبدالرازق په ۱۳۵۸ کال کې د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې زېږېدلی و. هغه د طالبانو پر مهال او د حامد کرزي په لومړیو کلونو کې له خپلو وروڼو سره شخصي کار کاوه او بیا تر لنډې روزنې وروسته، له پولیسو سره یوځاې شو.
د جنرال رازق ژوند په انځورونو کې

۶
په قوم اڅکزي جنرال رازق په کندهار او شاوخوا سیمې کې پراخ قومي او امنیتي نفوذ درلود.

۷
جنرال رازق پدې توانیدلی و چې د افغانستان یوه ډیر ناامنه سیمه، کندهار او شاوخوا سیمې، کې نسبي امنیت ټینګ کړي.

۸
جنرال رازق د کندهار د پخواني امنیه قومندان خان محمد مجاهد تر وژل کیدو ورسته د هغه ځاې ناستي په توګه وټاکل شو.

۹
د اکتوبر په ۱۶مه د جنرال رازق تر قوماندې لاندې سرتیرو او پاکستاني سرتیرو تر منځ د پولې پر سر جګړه شوې وه.