غفار کاکړ په ۲۰۱۷ کې د ډوک پوهنتون څخه په نړیوال پرمختګ کې ماستري کړې ده. د هند د الله اباد په پوهنتون کې یې اقتصاد او سیاسي علوم لوستي دي. د ۲۰۱۶ کال راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ تلویزون او ډیجیټل برخې سره همکاري کوي.
د امریکا د متحده ایالاتو د ولسشمر، ډونالډ ټرمپ د ۷ لسیزو ژوند ځینې عکسونه په دغه ټولګه کې کتلی شئ.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د ۲۰۲۰ کال په ولشمریزو ټاکنو کې یې ماتې خوړلې وه او د بریا امکان یې ډېر لږ اټکل کېده، د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې یوه بیسارې بریا ترلاسه کړه. خو ټرمپ یوازینی سیاستوال نه دی چې په دوو جلا دورو کې واک ته رسېدلی دی.
په ۲۰۲۴ کال کې ورزشي او هنري څېرو هم په ټولنیزو رسنیو کې خپل ځای خوندي ساتلی او د ډېرو مینه والو او فالورز لرلو له پلوه تر ډېرو مخکې وو. دلته مو ځینو مشهورو ټولنیزو شبکو ته لنډه کتنه کړې ده.
د بلومبرګ مجلې د میلیاردرانو د شاخص د وروستیو معلوماتو له مخې د نړۍ د لسو تر ټولو شتمنو کسانو ټوله سرمایه نږدې دوه تریلیون ډالرو ته رسیږي.دا چې دغه لس کسان څوک دي، دلته یې کتلی شئ.
د متحده ایالاتو د ۲۰۲۴ کال د ټولټاکنو په لور بهیر د لوړو ژورو سره مل دی، چې پدې بهیر کې، د کاندیدانو له توقیف کیدو څخه نیولې تر انتخاباتي ګډوډیو پورې، په تاریخ کې عجیبې پیښې شوي دي.
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې به د ۲۰۲۴ کال د نومبر په پنځمه ترسره شي. خو که ټول رایه ورکوونکي ونشي کړای د ټاکنو په ورځ رایه ورکړي، نو څه به وشي؟ د متحده ایالاتو په ټاکنو کې د رایې ورکولو اختیارونه محدود ندي او د رایې ورکولو ډیرې لارې شته چې پدې راپور کې پرې بحث شوی دی.
په متحدو ایالتونو کې د رایې اچوونې بڼې بدلېږي. په داسې حال کې چې اکثریت خلک د رایو په مرکزونو کې رايي ورکوي، خو د پست له لارې د رایو ورکول زیات شوي دي. د دغه کار موافقان وايي چې د پست له لارې رایه ورکول اسان دي خو منتقدین بیا ځینې اندېښنې لري.
یوازې سږکال د متحدو ایالتونو په ټاکنو کې اته میلیون کسان ۱۸ کلن کېږي او د رایې ورکولو حق ترلاسه کوي. داسې اټکل کېږي چې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې به تر ۲۷ کالونو کم عمر ۴۱ میلیون ځوانان د رایې ورکولو جوګه وي.
په متحدو ایالتونو کې انتخاباتي کمپاینونه د نړۍ تر ټولو اوږده کمپاینونه بلل کېږي. دلته د نورو هېوادونو له انتخاباتي کمپاینونو سره پرتله شوي دي:
د متحدو ایالتونو د تاریخ په اوږدو کې، یوازې څو ولسمشرانو د جمهوري ریاست یوه دوره بشپړه کړې، که څه هم دوی په قانوني توګه د دویمې دورې لپاره د بیا ځلي نوماند کیدو حق لري. دلته د متحدو ایالتونو هغه ولسمشران در پیژنو چې په خپله خوښه له بیا ځلي نوماندۍ تېر شوي دي.
امریکا ټاکنې، په نړۍ کې تر ټولو ګرانې ټاکنې دي. په ۲۰۲۰ کال کې، ددغه هېواد په ولسمشرۍ او د کانګرس په ټاکنو کې له ۱۶ میلیارد ډالرو څخه زیات لګښت شوی دی. د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو لګښت به ښايې تر دې هم لوړ وي. دا چې ټاکنیز کمپاینونه څنګه د دغو ټاکنو د تمویل په برخه کې مرسته کوي، پرې په دغه رپوټ کې خبرې شوې:
د متحده ایالاتو کانګرس دوه مجلسونه لري چې یو یې د استازو جرګه او بله یې د سنا مجلس دي. دواړو ته په ګډه کانګرس ویل کیږي چې د دې هیواد د مقننه قوې په توګه د قوانینو د مسودې او تصویب مسؤلیت لري. دلته د دواړو مجلسونو تاریخچې او د فعالیت څرنګوالي ته کتنه شوې.
ولسمشر او د متحده ایالاتو د کانګرس غړي د امریکايي رای ورکوونکو له خوا ټاکل کېږي، خو د امریکا ولسمشر ځینې واکونه لري چې هغه ته د پالیسیو د بدلولو توان ورکوي. یو له دغو واکونو څخه چې په دې وروستیو کې یې ډیر پام ځانته اړولی، اجرائیوي فرمان دی.
کډوال او پناه غوښتونکي تر څو پورې چې د امریکا تابعیت ترلاسه نه کړي، د دغه هېواد په ټاکنو کې رایه ورکولای نه شي. د امریکا د تابعیت ترلاسه کولو یو اوږد بهیر دی چې د ګرین کارت په ترلاسه کولو سره پيلېږي.په دې اړه معلوماتي ویدیو دلته کتلی شئ.
د شرایطو دا ماده د اساسي قانون د دوهم فصل په لومړۍ برخه کې لیکل شوې، د پنځمې مادې له مخې ولسمشر باید د زیږیدنې پر مهال د متحده ایالاتو تبعه وي، لږ تر لږه پنځه دیرش کلن وي، او لږترلږه د څوارلس کلونو لپاره په متحده ایالاتو کې اوسیدلی وي.
د متحدو ایالتونو په ټاکنو کې ایالتونه د خپلو حزبي تړاونو په اساس په سور، اسماني او ارغواني رنګونو پېژندل کېږي.دا رنګونه څه مانا لري او له کوم ځای څخه یې سرچېنه اخیستې؟ جزیات یې په دې ویدیو کې وګورئ:
د اسلامي دولت (داعش) ډلې په تیرو څو کلونو کې په ځینو اروپایي هیوادونو کې یو شمېر خونړي بریدونه کړي دي چې ترټول مرګاني یې تاسو دلته په ترتیب سره کتلای شئ.
مخکې له دې چې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي، سیاسي ګوندونه باید خپل نوماندان وټاکي. دا د مقدماتي ټاکنو او یا د ګوندي انتخاباتي غونډو له لارې ترسره کیږي.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ د طالبانو په بیا واکمن کیدو سره، ښځې د زده کړو، کار، سیاسي ګډون، ټولنیزو او سپورتي فعالیتونو، د سفر کولو حق، ازاد تګ راتګ او د ښځو د ملاتړ مرکزونو ته د ازاد لاسرسي په برخه کې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوې.
د امریکا د ولسمشر کلنۍ وینا په اړه ځینې معلومات دلته لیدلای شئ.
نور پورته کول