د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش وايي چې په ښځینه وو بشري مرسته رسوونکو باندې د طالبانو بندیزونه د زغملو نه دي او «احمقانه» دي.
یوناما د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې طالبانو په کابل کې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې او قراردادیانې د ملګرو ملتونو دفترونو ته نه دي پرېښي او په شفاهي او کتبي توګه یې د ملګرو ملتونو ټولو ادارو ته د دغه بندیز په اړه خبر ورکړی دی.
ګوتېرش تېره ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل: «دا په مطلق ډول د زغملو نه دی، د زغملو نه بلکې احمقانه دی. څومره مو چې وس کېږي، هڅه کوو طالبان یې په ارزښت پوه کړو.»
د افغانستان په ختیځ کونړ کې له مرګونې زلزلې څخه وروسته زیانمنو ته د مرستو په رسولو کې د خیریه ادارو مسئولنیو د ښځینه وو کارکوونکو د کار په ارزښت ټېنګار وکړ. په کونړ کې په دغې زلزلې کې، د رسمي شمېرو له مخې شاوخوا ۲۲۰۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۳۶۰۰ نور ژوبل شوي دي او لسګونه زره خلک مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل: «دا د افغانستان په ګټه ده چې ښځې بشري کارونه وکړي او بشري مرستې ترلاسه کړي. دا (محدودیت) زما په نظر بیخي د منلو نه دی.»
تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ګوتېرش ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا ویلي وو: «افغانې ښځې یوازې د مرستو ترلاسه کوونکې نه دي، بلکې د بشري مرستو د رسولو د هڅو د ملا تېر دي. د هغوی ونډه حیاتي ده او له هغوی پرته موږ نه شو کولای د ضرورت په اندازې مرستې ورسوو.»
په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي عرفات جمال هم خبرداری ورکړی چې د بشري مرستو په رسولو کې د ښځو نشتوالي زرګونو خلکو ته د حیاتي مرستو رسول ټکني کړي دي. هغه وویل: «د ښځینه وو مرسته رسوونکو څخه پرته موږ د مرستو د رسولو جوګه نه یو.»
طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي ورپورته د ښځو او نجونو په تعلیم، په دولتي او نادولتي ادارو کې د هغوی په کار او نورو ډېرو مشارکتونو باندې بندیزونه لګولي دي. هغوی دا کار د افغانستان د فرهنګ په اساس او د «اسلامي شریعت مطابق» بولي، خو ملګري ملتونه د دوی دا چلند د جنیست په اساس تبعیض بولي او د لېرې کولو غوښتنه کوي.
فورم \ دبحث خونه