د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي که افغانستان د بګرام هوايي اډه بېرته امریکا ته ور نه کړي، بدې پېښې به وشي.
ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ سپتمبر ۲۰مه د خپل ټروټ سوشل په حساب کې ولیکل: «که افغانستان د بګرام هوايي اډه بېرته هغوی ته، د امریکا متحدو ایالتونو ته، چې جوړه کړې یې ده، ور نه کړي، بد شیان به پېښ شي. ولسمشر دونالډ جی ټرمپ.»
ښاغلي ټرمپ د پنجشنبې په ورځ بریتانیا ته د خپل سفر په اختتام کې هم خبریالانو ته ویلي وو چې امریکا هڅه کوي، د بګرام هوايي اډه بېرته ترلاسه کړي.
هغه ویلي وو: «په هر حال، موږ کوښښ کوو چې بیا یې [بګرام] تر لاسه کړو. دا به یو عاجل خبر وي... ځکه هغوی [طالبان] له موږ څخه شیان غواړي، موږ دا اډه [بګرام] بېرته غواړو.»
نوموړي پرته له دې چې په دې اړه نور معلومات ورکړي، وویل: «یو دلیل چې موږ دا اډه غواړو دا دی، چې تاسو پوهېږی چین له دې څخه یو ساعت لېرې خپلې اتومي وسلې جوړوي.»
د بګرام هوايي اډه، د کابل په ۴۴ کیلیومیترۍ کې ده، ۲۰ کاله د متحدو ایالتونو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د قوماندې مرکز و، د متحدو ایالتنو او ناټو ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه ووتل او طالب اورپکو په دغه هېواد کې بیا واک ترلاسه کړ.
ټرمپ د روان کال په لمړیو کې هم ویلي وو چې له افغانستان څخه د امریکا تر وتلو وروسته د بګرام اډه د «چین لاس ته» لویدلې ده.هغه ویلي که د ده په وخت کې له افغانستان څخه امریکايي ځواکونه وتلي وای، هغه به «بګرام د افغانستان په خاطر نه، بلکې د چین په خاطر» ساتله.
د بګرام هوايي ډګر په افغانستان کې د امریکا تر ټولو لوی پوځي مرکز و، خو امریکایي پوځیانو د ۲۰۲۱ کال د جولاۍ په میاشت کې ترې ووتل او هغه یې د افغانستان حکومت د دفاع وزارت ته وسپاره. طالبانو بیا د همدغه کال اګست په ۱۵مه نېټه د دغه ډګر کنترول ترلاسه کړ.
د بګرام هوايي ډګر له ۲۰۰۲ څخه نیولې تر ۲۰۲۱ پورې د امریکا د پوځ د هوايي ځواک د عملیاتو د سوق او ادارې مرکز و او د طالبانو په ګډون زرګونه بندیان په کې ساتل کېدل.
فورم \ دبحث خونه