د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو ډلې په ایران کې د افغانانو د اعدامولو خلاف د اعتراض غوښته کړې


د بشري‌ حقونو ډلې وايي‌ چې په ۲۰۲۴ کال کې په ایران کې ۸۰ افغانان اعدام شوي دي.‌
د بشري‌ حقونو ډلې وايي‌ چې په ۲۰۲۴ کال کې په ایران کې ۸۰ افغانان اعدام شوي دي.‌

د ایران د بشري‌ حقونو ۸۴ سازمانونو او فعالینو په ایران کې د افغانانو د اعدام د شمیر د زیاتیدو په خلاف د اعتراض غوښتنه وکړه.

په هغه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ جون څلورمه (جوزا ۱۴) خپره شوه، راغلي چې «د هرې ممکنه لارې چې کیدای شي‌ په ایران کې د افغانانو د اعدام خلاف اعتراض وکړی».

اعلامیه چې د بشري حقونو د مدافعینو کانون او د بشري حقونو نړیوال فدراسیون هم لاسلیک کړې ویلي دي چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله په ۲۰۲۴ کال کې په ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمیر درې چنده شوی دی.‌

د ایران د بشري حقونو ډلې وايي چې په ۲۰۲۴ کال کې ۸۰ افغانان اعدام شوي دي خو د ایران دولتي شمیرې بیا د د اعدام شوو افغانانو شمیر شپږ ښيي.

په اعلامیه کې راغلي‌ دي، «دغه اعدامونه د خبرې [رسنیو] په چوپتیا کې ترسره شوې دي. په ۲۰۲۴ کال کې د ۸۰ اعدام شویو افغانانو څخه د ایران رسمي سرچینو یوازې د شپږو تنو افغانانو اعدامول تایید کړي دي.‌»

محمود امیري مقدم،‌ د ایران د بشري حقونو د سازمان مدیر وویل:‌ «هغه افغانان چې په ایران کې ژوند کوي د ټولنې ډیر بې وزله برخه جوړوي او د ایران د اسلامي جمهوري حکومت د اعدام د ماشین لپاره تر ټولو کم بها قربانیان دي.‌ د اعدام هغه ماشین چې اعدامولو له طریقه غواړي‌ په ټولنه کې ویره خپره کړې او [اوسنی]‌ نظام حفظ کړي.‌»

مقدم وايي چې په ایران کې د حکومت لخوا د «افغانانو سره تبعیض» او په محاکمو کې د تورنو افغانانو لپاره د حقوقي او عدلي ملاټر د نه شتون کیدای شي چې په راتلونکي کې د لا ډیرو افغانانو اعدامولو سبب شي.‌

د هه نګاو په نامه د ایران د بشري حقونو یوه بلې ډلې بیا په یوه تازه رپوټ‌ کې ویلي چې په ایران کې یوازې د ۲۰۲۵ کال د مي په میاشت کې ۱۶۳ کسان اعدام شوي چې اوه تنه یې افغانان دي.

د بشري حقونو دغه ډلې ویلې دي چې دغه کسان اسرائیل ته د جاسوسۍ،‌ عمدي قتل، ‌تجاوز او نورو جرایمو، لکه د مخدره موادو قاچاق، په تورونو په اعدام محکوم شوي‌ دي.‌

ایران یو له هغو هیوادونو نه دی چې ډیر شمیر خلګ په کې اعدام کیږي.‌ د ایران د قانون په اساس، چې سرچېنه یې «اسلامي شریعت» بلل کېږي، د قتل، تېری، د مخدره توکو قاچاق، «فساد فی الارض» سرکشي او دا ډول نورو اعمالو سزا اعدام دی.

په اعلامیه کې چې د بشري حقونو د ۸۴ ډلو لخوا لاسلیک شوې تاکید شوی چې «د محکمې جریان د هغو قضیو په لړ کې چې ممکن د اعدام د حکم سبب شي،» غیرعادلانه او په ډیرو مواردو کې «شکنجې لاندې» اعترافونه اخیستل کیږي.‌

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG