د لاس رسي وړ اتصالات

له ایران او پاکستان څخه د زرګونو افغان کډوالو شړل


سلګونه زره افغانان په ایران کې ژوند کوي
سلګونه زره افغانان په ایران کې ژوند کوي

د ایران او پاکستان حکومتونو په تقریبآ دوو اونیو کې څه باندې ۶۳۰۰ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.

د طالبانو حکومت تر ادارې لاندې د باختر اژانس راپور ورکړی دی، چې د جوزا د لسمې څخه نیولې تر ۱۹ نېټې پورې له ایران څخه ۵۵۰۰ او له پاکستان څخه ۸۲۰ کورنۍ يا په زور او یا په رضا خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجرانې ویلي دي، چې له ایران څخه به ټول هغه کډوال اېستل کېږي، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د ایران د مهر خبري اژانس د مهاجرانې له قوله لیکلي دي چې د ایران حکومت د اسناد لرونکو (مجاز) افغان کډوالو او غیر اسناد لرونکو (غیر مجاز) افغان کډوالو ترمنځ توپير کوي چې، «غیر مجاز وګړي خپل هېواد ته ستانه کړي او د قانون په اساس مجاز وکړو ته د اوسېدو اجازه» ورکړي.

د ایسنا خبري اژانس د احمدي له خولې لیکلي دي په ایران کې د ټولو افغان کډوالو د سرشمېرنې پاڼې او اسناد لغوه شوي دي او دا مهال په ایران کې «شپږ میلیون او ۱۰۰ زره افغان کډوال اوسېږي».

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا راتګ وروسته، میلیونونه خلک ووتل چې اکثریت یې د ایران په ګډون ګاونډیو او نورو هېوادونو ته پناه یوړه.

شپږ ډله افغان کډوال

ایراني مقاماتو څو میاشتې مخکې ویلي وو چې شپږ ډلې افغان کډوال په ایران کې ژوند کولای شي. په دغو ډلو کې هغه ښځه او میړه دي چې یو یې په ایران کې د اوسېدو کارت ولري او بل یې د سرشمېرنې پاڼه ولري.

په دویمه ډله کې هغه ښځه او میړه دي چې یو یې د اوسېدو سند ولري او بل یې سره له ماشومانو د سرشمېرنې پاڼه ولري.

درېیمه ډله هغه افغانان دي چې معتبر پاسپورټ خو تاریخ تېر شوې ویزه ولري، د کار جواز لرونکي افغان کډوال په څلورمه کټګورۍ کې شامل دي.

د افغانستان د پخواني حکومت ملکي او پوځي کارکوونکي د دغې برخې په پنځمې کټګورۍ کې او هغه افغانان دي چې د سرشمېرنې پاڼې لري، په شپږمې ګټګورۍ کې شامل دي.

د ایراني رسنیو د راپور په اساس، دا مهال په ایران کې څلور میلیون غیر مجاز (قانوني اسناد نه لرونکي) افغان کډوال مېشت دي، چې د «چنګاښ تر ۱۵ نېټې پورې له هېواد څخه د وتلو فرصت» لري.

د کډوالو نړیوال سازمان څه موده مخکې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو د شړلو او ستنولو لړۍ بنده کړي. د کډوالو نړیوال سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له میاشتې راهېسې د ۲۰۲۵ تر اپریل پورې له ایران او پاکستان څخه ۲.۴۳ میلیون هغه افغان کډوال، چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل، خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې دا مهال د ۳.۸ او ۴.۴ میلیون ترمنځ افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي، چې قانوني اسناد لرونکي او نه لرونکي دواړه په کې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG