د لاس رسي وړ اتصالات

ناسا تر څه باندې نیمې پېړۍ وروسته سپوږمۍ ته ستورمزلي استوي


د متحدو ایالتونو فضايي ادارې (ناسا) د ځمکې مدار ته د ستورمزلو د استولو پلانونه اعلان کړل چې په تېرې څه باندې نیمې پېړۍ کې په لومړي ځل کېږي، ناسا وایي د ۲۰۲۶ په فبرورۍ ، مارچ او اپریل کې ددغه ماموریت د پیل دپاره پنځه پنځه ورځې ټاکل شوي دي خو وروستی پریکړه نده شوې.

د سیستمونو د پراختیا د انکشاف په برخې کې د ناسا د مدیر مرستیالې لاکیشا هاکینز د چهارشنبې په ورځ د امریکا په هیوسټن کې د ناسا د جانسن په فضايي مرکز کې دا خبر اعلان کړ: «موږ ټول په ګډه د تاریخ په لومړي [کتار] کې یو: موږ له څه باندې ۵۰ کالونو څخه وروسته سپوږمۍ ته ستنېږو.»

څلور ستور مزلي به د ارتمیس ۲ ماموریت کې د ناسا د اوریون په فضايي بېړۍ کې د لسو ورځو لپاره د سپوږمۍ په شاوخوا کې ګرځي-او دا ځل به په سپوږمۍ کې نه ښکته کېږي-. د ناسا مسئولین وايي که دغه ماموریت د فبرورۍ په پنځمه نېته وشي، د شپې به پیل شي.

مسئولین وايي چې دوی د فبرورۍ، مارچ او اپریل په میاشتو کې پنځه پنځه ورځې لري، چې دا فضايي ماموریت پیل کړي. ناسا وايي تر ټولو ناوخته نېټه به یې ممکن د اپريل ۲۶مه وي. هاوکینز وویل چې ناسا هڅه کوي دا ماموریت ژر پیل کړي، خو ویې ویل چې د عملې د خوندیتوب څانګه به یې نېټه ټاکي.

اوکینز وویل: «موږ ټېنګار کوو چې خوندیتوب زموږ عالي لومړیتوب دی. بنآ موږ چې د عملیاتو لپاره ترتیبات نیسو او د راکټونو د ډکولو چارې تماموو، موږ ارزونه کوو چې ډاډه شو ټول مسائیل په خوندي ډول ترسره کېږي.»

د ارتمیس ۲ دا ماموریت د ناسا د ارتمیس د پروګرام لومړی دی او د ناسا د فضايي توغوونې د لوی سیسټم څخه پیل کېږي. د ماموریت قومانده به د ناسا ستور مزلی ریډ وایسمن ورکوي او همکار یې ویکټور ګلوور به ورسره د پیلوټ په توګه وي. د ناساس بله غړې کرېشینا کوچ او د کاناډا د فضايي ایجنسۍ ستورمزلی جیرمي هنسن به د متخصیصنو په توګه په دغه ماموریت کې مله وي.

د ارتمیس ۲ د عملې غړو د چهارشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې خپل د اوریون فضايي بېړۍ دغه ماموریت ته د «اینټګریټي» نوم ورکړ. ناسا وايي: «ایڼيګریټي د عملیې، ډېرو انجینرانو، د تخینک د برخې کارکوونکو، ساینسنپوهانو، پلان جوړوونکو او امید اوهیله لرونکو لپاره د باور، درناوي، رښتینولۍ او خاکسارۍ اساس دی چې د ماموریت د بریالیتوب لپاره ضروري ګڼل کېږي.»

ناسا زیاتوي: «دغه نوم همدغه راز د یووالي لویې هڅې ته اشاره ده- د۳۰۰زره فضايي ټوټولو او اجزاو څخه نیولې په نړۍ کې تر زرګونو انسانانو پورې- چې متحد شي او سپوږمۍ ته ولاړ شي او بېرته راشي، نړۍ ته انګیزه/فکر ورکړي او په سپوږمۍ کې د ډېر وخت پاتې کېدو لپاره لاره جوړه کړي. اینټګریټي د ناسا په اساسي ارښت، د ناسا د ستورمزلي په ادارې او د کاناډا په فضايي ایجنسۍ کې ګډه رېښه لري.»

د متحدو ایالتونو د ترانسپورت وزیر او د ناسا سرپرست مشر شان دافي هیله څرګنده کړه چې دا ماموریت به په سپوږمۍ کې د ۱۹۶۹ ناستې د بیا تازه کولو لپاره لاره پرانیزي. نوموړي د سپینې ماڼۍ په ایکس حساب کې لیکلي دي: «دا ځل چې سپوږمۍ ته ځو، پاتې کېږو. یو تهداب به کېږدو. یو څه چې له دې څخه یې زده کوو، زما په فکر دا دي چې دا ماموریت موږ مریخ ته هم ورسوي.»

نوموړي د پنجشنبې په ورځ فاکس نیوز ته وویل: «له ارتمیس ۲ څخه چې یو څه زده کوو دا دي چې دا به موږ ارتمیس ۳ ته رسوي، چې بېرته به په سپوږمۍ کې ښکته کېږو. ... دا ځل چې سپوږمۍ ته ولاړو، پاتې کېږو. یو اساس به جوړ کړو. یو څه چې له دې څخه یې زده کوو، زما په فکر دا دي چې دا ماموریت موږ مریخ ته هم ورسوي.»

هغه زیاته کړه: «هغه ساینس چې موږ ترې کار اخلو، د انساني فضايي انکشاف ساینس دی. موږ بېرته سپوږمۍ ته ستنېږو. چینایان هم غواړي هلته ولاړ شي. هغوی هوډ لري د سپومۍ جنوب قطب ته ولاړ شي. هلته یخ دي. یخ اوبه دي، یخ کاربن ډی اکسایډ دي، یعني ژوند دی. بنآ، هغوی هڅه کوي تر موږ مخکې هلته ورسېږي. موږ د دویمې فضايي سیالۍ ګټونکي یو. امریکا، ناسا، زموږ ستورمزلي او انجینران- په نړۍ کې تر ټولو غوره دي. فوق العاده دوران دی.»

ناسا په خپل ویبسایټ کې لیکلي دي: «موږ به له تجارتي او نړیوالو شریکانو سره همکاري وکړو او په سپوږمۍ کې به د ډېر وخت پاتې کېدو بنسټ کېږدو. هغه څه چې په سپوږمۍ کې او چارچاپیره یې زده کوو، موږ به بلې مرحلې ته ورسوي: مریخ ته د لومړيو ستورمزلو استول.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG