د لاس رسي وړ اتصالات

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان د ټیلیفوني خبرو په اوریدو په میلیونونو خلکو جاسوسي کوي


د بښنې نړیوال سازمان وايي، پاکستان د خپلو ملیونونو وګړو څارنه د ټیلیفونونو د اورېدو (phone-tapping) د سیستم او د چین په مرسته د جوړ شوي انټرنېټ له فایر‌وال څخه کوي چې د ټولنیزو شبکو د سانسور وسیله ده.

د دې سازمان په وینا دا د دولتي څارنې له تر ټولو پراخو بېلګو څخه ده چې د چین نه بهر ترسره کېږي.

د بشري حقونو دغه څارونکي سازمان د سه‌شنبې په ورځ په خپل راپور کې وویل چې د پاکستان د څارنې مخ پر زیاتېدو شبکه د چینایي او لوېدیځو ټکنالوژیو په مرسته جوړه شوې او د بیان د ازادۍ او مخالفت پر ضد پراخ فشار ته تقویت ورکوي.

په پاکستان کې په وروستیو کلونو کې پر سیاسي او د رسنیو پر آزادۍ محدودیت زیات شوی، په ځانګړې توګه په ۲۰۲۲ کال کې د پوځ له خوا د هغه وخت د صدراعظم عمران خان له ګوښه کولو وروسته، چې بیا زنداني شو او د هغه د ګوند زرګونه فعالین هم ونیول شول.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د پاکستان جاسوسي ادارې کولی شي د قانوني مداخلې مدیریت سیسټم (LIMS) له لارې په یو وخت کې لږترلږه څلور میلیونه ګرځنده تلیفونونه وڅاري، پداسې حال کې چې د WMS 2.0 په نوم پیژندل شوی فایر وال، چې د انټرنیټ ترافیک څاري، کولی شي په یو وخت کې دوه میلیونه تیلفوني تماس بندې کړي.

دغه سازمان زیاتوي چې د څارنې دا دوه سیسټمونه په یو وخت کې کار کوي: یو یې استخباراتي ادارو ته اجازه ورکوي چې زنګونه او کتبي پیغامونه ودروي پداسې حال کې چې بل یې په ټول هیواد کې ویب پاڼې او ټولنیزې رسنۍ سوکه کوي یا بندوي.

په محکمه کې د پاکستان د دفاع وزارت او استخباراتي ادارو دا خبره رد کړه چې ګواکې دوی د ټیلیفونونو د اورېدو سیستم لري یا یې چلوي.

خو د پوښتنو پر مهال د مخابراتو تنظیموونکي اداره (PTA) ومنله چې د ټیلیفون له شرکتونو یې غوښتنه کړې څو LIMS د ځانګړو ادارو د استفادې لپاره نصب کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG