کرملین د جمعې په ورځ سپتمبر اول (وږي ۱۰) وویل، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د دوشنبې په ورځ د خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان کوربه وي. دا لیدنه کتنه پدې هیله کیږي چې دغه دواړه مشران به وکولای شي د غلو د خوندي لیږد په مقصد پخوانی تړون بیرته راژوندی کړي.
روسیه د غلې له هغه تړون څخه ووتله چې د تیر کال په جولای میاشت کې د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب شوی و او پدې توګه یې د تور سمندرګې له لارې د ملکي کښتیو خوندي تګ راتګ له ګواښ سره مخ کړ.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل: "مذاکرات به واقعیا د دوشنبې په ورځ په سوچي کې وشي."
مسکو دا اعلان لږ وروسته له هغه وکړ چې اوکراین وویل دوه نورې بار وړونکې کښتۍ د یوه لنډمهاله دهلیز له لارې تیریږي چې کیف د خوندي تګ راتګ د ډاډمن کولو لپاره رامنځته کړی.
د اوکراین د زیربناو وزیر اولیکساندر کوبراکوف په ټولنیزې رسنۍ لیکلي چې: "دوه کښتۍ د اوکراین د تورسمندرګي له بندرونو څخه باسفورس [تنګي] په لور د موقتي دهلیز له لارې په تیریدو دي."
کیف د اګست په میاشت کې وروسته له هغه دا نوی سمندري دهلیز اعلان کړ چې مسکو خبرداری ورکړ هغه کښتۍ چې د اوکراین له بندرونو څخه وځي روسیې ته پوځي هدفونه دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د پنجشنبې په ورځ مسکو ته د سفر پر مهال وویل چې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلو د لېږدولو تړون بیا راژوندي کول د خوراکي توکو د خوندیتوب لپاره "مهم" دي.
ترکیه د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې د غلو دانو د صادراتو مخکنۍ هوکړې ته راوګرځي او ددې تړون څخه د سولې د پراخو خبرو لپاره د یو بنسټ په توګه کار واخلي.
مسکو وايي پخوانۍ تړون د نړۍ د تادیاتو سیسټمونو او بیمې ته د روسیې د لاسرسي په محدودولو سره د دوی د غلو او سرې په صادراتو غیر مستقیم محدودیتونه وضع کوي.
روسیې په وار وار ویلي چې که غوښتنې یې پوره شي کیدای شي معاملې ته بیرته راستون شي.
پوتین او اردوغان د اوکراین د غلو دانو د خوندي صادراتو په معاملې خبرې کوي

فورم \ دبحث خونه