پاکستاني چارواکو ویلي چې د بلوچستان په مرکز کوټه کې د امنیتي سرتیرو پر مرکز په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او ۳۰ نور یې ټپیان کړل.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل چې په برید کې شپږ بریدګر ښکیل وو او ټول د امنیتي ځواکونو لخوا ووژل شول.
د پولیسو په وینا، له چاودنې دمخه شپږ وسلوال د خپل موتر نه راووتل او د امنیتي ځواکونو سره یې نښته وکړه. د راپورونو له مخې شپږ واړه ووژل شول.
د برید مسؤلیت سمدلاسه کومې ډلې نه دی منلی، که څه هم شک احتمالاً پر هغو بیلتون غوښتونکو کیږي چې اکثره وخت په بلوچستان کې، ملکي وګړي او امنیتي ځواکونه په نښه کوي.
د بلوچستان د روغتیا وزیر بخت کاکړ وویل چې د مړو شمېره کېدای شي لوړه شي. هغه خبریالانو ته وویل چې بریدګرو د امنیتي ځواکونو مرکز په نښه کړی و، خو اکثره وژل شوي او ټپیان ملکي وګړي دي.
په اسلام آباد کې، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او صدراعظم شهباز شریف دا برید وغاندو او د امنیتي ځواکونو ستاینه یې وکړه چې د برید په وړاندې یې چټک غبرګون وښود او بریدګر یې له منځه یوړل.
د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي هم دا برید وغانده، او ویې ویل چې امنیتي ځواکونو د ځوابي ډزو سره ځواب ورکړ او په ښار کې په دې مرګوني برید کې ښکیل ټول بریدګر یې ووژل.
بګټي په یوه بیان کې وویل: "ترهګر د بزدلانه کړنو له لارې د ملت هوډ نه شي ماتولی، او زموږ د خلکو او امنیتي ځواکونو قربانۍ به بې ځایه نه ځي."
هغه وویل چې د هغه حکومت ژمن دی چې دا صوبه یو سوله ایز او خوندي ځای کړي.
دا برید څو اونۍ وروسته له هغه وشو چې کوټې ته نږدې د یوه لوبغالي بهر کله چې د یوه ملتپال ګوند ملاتړي له غونډې څخه د وتلو په حال کې وو، په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول.
فورم \ دبحث خونه