د لاس رسي وړ اتصالات

روبیو د نشه يي توکو او مهاجرت پر مسائیلو د خبرو لپاره مکسیکو ته تللی


د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د تجارت، نشه يي توکو د قاچاقو او مهاجرت په مسائیلو باندې د خبرو لپاره مکسیکو ته تللی دی.

دا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه لویدیځې نیمې کرې ته د هغه څلورم سفر دی.

ټاکل شوې چې هغه به د چهارشنبې په ورځ د مکسیکو له ولسمشرې ګلادیا شینباوم په ګډون د دغه هېواد له مشرانو سره خبرې وکړې.

هغه به بیا د اکوادور له مشرانو سره د خبرو لپاره هغه هېواد ته ولاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د روبیو د سفرونو اصلي اهداف د نورو مسائیلو تر څنګ، « د نشه يي توکو د ډلو د ځپلو لپاره د چټک او پرېکنده ګامونو اخیستل، د فنتانیل د قاچاقو بندول، د ناقانونه مهاجرت ختمول، د تجارت د کسر کمول، د اقتصادي ښیرازۍ وده او د لویو وچو څخه د باندې د ناوړه اشخاصو او لوبغاړو سره مبارزه» کول دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG