د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا څلور ایران‌پلوه ملېشه ډلې د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په لېست کې شاملې کړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې څلور ایران‌پلوه عراقۍ ملېشه ډلې یې د بهرنیو ترهګرو سازمانونو (FTOs) په لېست کې شاملې کړي دي. دغه ډلې؛ حرکت النجباء، کتاب سید الشهداء، حرکت انصار الله الاوفیا، او کتاب الامام علي دي.

د وزارت په وینا، دغه ډلې چې مخکې د نړیوالو ځانګړو ترهګرو (SDGTs) په توګه نومول شوې وې، د ایران له مستقیم ملاتړ او تجهیز څخه برخمنې دي او په بغداد کې د امریکا پر سفارت د امریکا او ائتلافي ځواکونو پر اډو او نورو هدفونو یې بریدونه کړي دي.

امریکا وایي، دغه اقدام د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت د یادښت (NSPM-2) برخه ده چې موخه یې پر ایران د اعظمي فشار راوستل او د دې هېواد د عوایدو او د ترهګرو ډلو د تمویل سرچینې پرې کول دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې:

حرکت النجباء (HAN): په ۲۰۱۳ کې جوړه شوې ډله ده چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌ يي سره یې ښکاره وفاداري اعلان کړې او د اسلامي مقاومت په نوم د جبهې غړیتوب لري. دغه ډله د امریکا پر ځواکونو د برید ګواښونه کړي دي. دغه ډله د قاسم سلیماني او د حزب الله د پخواني مشر حسن نصرالله نږدې اړیکې لرلې.

کتاب سید الشهداء (KSS): په ۲۰۲۳ کې د امریکا لخوا د ځانګړو نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامله شوه. دا ډله په عراق او سوریه کې د داعش پر ضد د ائتلاف ځواکونو ته ګواښ ګڼل شوې ده. ایران ورته پرمختللې وسله، روزنه او مالي مرسته برابرولې.

حرکت انصار الله الاوفیا (HAAA): په ۲۰۲۴ کې نوملړ ته ورزیاته شوه. دا ډله د ۲۰۲۴ د جنورۍ په برید کې دخېله وه چې په اردن کې یې د امریکا درې سرتېري ووژل. دوی پرلپسې د امریکا پر ګټو د برید ګواښونه کړي دي.

کتاب الامام علي (KIA): په ۲۰۲۵ کې د ځانګړو نړیوالو ترهګرو په توګه ونومول شوه. د ایران او حزب الله په مرسته یې د امریکا پر اډو او پروژو بریدونه پلان کړي او د شبل الزیدي تر مشرۍ لاندې مالي او لوژیستیکي ملاتړ ترلاسه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ترهګرو په نوملړ کې د دغو ډلو شاملولو دا ډلې له نړیوال مالي نظام څخه بې برخې کوي، د هغوی شتمنۍ کنګل کېږي او د امریکا اتباعو ته اجازه نه شته له دغو ډلو سره راکړه ورکړه وکړي. هغه کسان او هېوادونه چې له دغو ډلو سره راکړه ورکړه کوي، د امریکا د ثانوي بندیزونو له خطر سره مخ کېږي.

تر دې مخکې متحدو ایالتونو دوه نورې ایران پلوه ډلې د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شاملې کړې وې.

کتاب حزب الله (KH): په ۲۰۰۹ کې د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامله شوه چې د امریکا پر ځواکونو د ګڼو بریدونو مسووله ګڼل کېږي.

عصائب اهل الحق (AAH): په ۲۰۲۰ کې د ترهګرو سازمانونو نوملړ ته ورزیاته شوه. دا ډله د ایران له پراخ مالي او پوځي ملاتړ سره، پر زرګونو بریدونو تورنه ده.

امریکا وایي، ترهګرو ډلو ته د ایران دوامداره ملاتړ په سیمه کې د بې‌ثباتۍ او تاوتریخوالي لوی لامل دی، او واشنګټن به د خپلو ملي امنیتي ګټو د خوندي کولو لپاره ټولې ممکنه لارې وکاروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG