ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د برتانیي صدراعظم کایر سټارمر د ټیکنالوژۍ په برخه کې یوه ستره دوه اړخیز شراکت لاسلیک کړې او په اوکراین کې د جګړې او په غزه کې د اسراییل او حماس د شخړې د پای ته رسولو اړتیا باندې یې موافقه کړې ده.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د سپتمبر ۱۸مه بریتانیې ته د خپل رسمي سفر په پای کې، د بریتانیې د صدراعظم په استوګنځي کې د پراخو مسلو په اړه له خبرو اترو وروسته د سټارمر سره یوه ګډه خبري غونډه وکړه.
په دې خبري غونډه کې ولسمشر ټرمپ د اوکراین پر وړاندې د روسیې د درې نیم کلنې جګړې په اړه د پوښتنې په ځواب کې، وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین "زه مایوسه کړی یم"، او زیاته یې کړه چې "هغه ډیر خلک وژني، او هغه د وژلو په پرتله ډیر خلک له لاسه ورکوي."
ټرمپ، چې په مکرر ډول یې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې، تیره میاشت په الاسکا کې له پوتین سره ولیدل.
د اوربند د منځګړیتوب لپاره د ټرمپ هڅې د روسیې د پوځي بریدونو د دوام له امله په ټپه درېدلې دي.
ټرمپ او سټارمر دواړو وویل چې دوی غواړي د اسراییل او د حماس د ترهګرې ډلې ترمنځ هغه شخړه پای ته ورسیږي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه په اسراییلو باندې د حماس د برید له امله رامینځته شوه.
دوی د ټولو یرغمل شویو کسانو د سمدستي بیرته راستنیدو غوښتنه وکړه چې لاهم په غزه کې د حماس د ترهګرې ډلې لخوا نیول شوي دي.
خو ټرمپ دا ومنله چې هغه د راتلونکې اونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د فلسطیني دولت د په رسميت پیژندلو په اړه د بریتانیې د ارادې سره موافق نه دی، پرته لدې چې اسراییل د غزې د "وحشتناکه وضعیت" د پای ته رسولو لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړي.
د فلسطیني دولت په اړه، هغه وویل: "زه په دې اړه د صدراعظم سره د نظر اختلاف لرم - په حقیقت کې دا زموږ د څو اختلافونو څخه یو."
ټرمپ مخکې ویلي وو چې د فلسطیني دولت په رسمیت پیژندل د حماس لپاره د انعام په توګه لیدل کیدی شي.
د ټنکالوژۍ په برخې کې د تړون د لاسلیک کولو په مهال ولسمشر ټرمپ وویل چې دا د «ساینس او ټکنالوژۍ په ملګرتیا کې تاریخي تړون» دی.
هغه وویل: «دا [تړون] د مصنوعي ځېرکتیا په ګډون په حکومتي، علمي او د خصوصي سکتور په برخو کې د همکارۍ نوې ساحې پرانیزي.»
ټرمپ د متحدو ایالتونو او بریتانیا ترمنځ روابط وستایل او ویې ویل: «موږ تر بل هر وخت نن، دا روابط سره نژدې کوو.»
ولسمشر ټرمپ او میرمن یې میلانیا ټرمپ تېره ورځ د وېنزور په ماڼۍ کې د برتیانیا د صدراعظم مقام ته ولاړل او د بریتانیا پاچا چارلس درېیم او د شاهي کورنۍ نورو غړیو یې په تشریفاتي مراسمو کې هرکلی وکړ.
د ونزر په ماڼۍ کې د تېرې ورځې په مراسمو کې په بګیو کې سپرېدل او په هوا د پوځي الوتکو پروازونه او د شاهي کورنۍ یوه عالي میلمستیا هم شامله وو.
ولسمشر ټرمپ د میلمستیا په مهال وویل: «د متحدو ایالتونو او بریتانیا ترمنځ د خپلولۍ او هویت پیوند ارزښتناک او تلپاتې دی.»
ټرمپ د متحدو ایالتونو لومړی ولسمشر دی، چې بریتانیا ته دوه ځلې په رسمي دولتي سفر بلل کېږي، ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې «دا زما په ژوند کې لوی ویاړ» دی. ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۹ کال کې په خپل لومړي دور هم بریتانیا ته په رسمي دولتي سفر تللی و.
فورم \ دبحث خونه