د لاس رسي وړ اتصالات

 ټرمپ وايي پر روسیې د نویو بندیزونو پر لګولو جدي غور کوي  


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د کابنیې د غونډې پر مهال وویل چې هغه پر ماسکو باندې پر نویو بندیزونو باندې جدي غور کوي ځکه هغه په اوکراین کې د روسیې د ولسمشر ویلادمیر پوتین د دوامدارې ظالمې جګړې څخه ناراضي دی.

ښاغلي ټرمپ د خبریالانو سره د خبرو پرمهال دغه څرګندونې وکړې او ویې ویل چې هغه ،، په جدي ډول،،پر روسیې باندې د نویو تعزیراتو پر لایحې غور کوي چې د هغه د سیاسي متحد جمهوري غوښتونکي سناتور لیندزي ګراهم له خوا پشنهاد شوې ده.

ښاغلي ټرمپ وویل چې ددې لایحې په ترڅ کې به پر روسیې باندې وضع کېدونکي تعزیرات ،،ډیر سخت،، وي او دا چې نوموړی به ددې لایحې په ترڅ کې ددې اختیار هم ولري چې که وغواړي دغه تعزیرات لغوه کړي.

ښاغلي ټرمپ پر پوتین باندې سخت انتقاد وکړ او ویې ویل چې هغه " ډیر خلګ وژني" او دا چې د روسیې عسکر د جګړې د تلفاتو اکثریت تشکیلوي چې په هره اونۍ کې د تلفاتو شمیر زرګونو کسانو ته رسېږي.

ولسمشر ټرمپ وروستی ځل د پوتین سره د جولای پر دریمې نېټې ټلفوني خبرې وکړې.

ښاغلي ټرمپ وویل چې پوتین" تل ډیر ښه برخورد کوي خو دا بې معنی ده."

د امریکا د مشرانو جرګې یا سنا جمهوري غوښتونکي سناتور لیندزي ګراهم د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې د اکس پر ټولنیزې رسنۍ لیکلي دي چې د امریکا سنا به ډیر ژر اقدام وکړي چې د روسیې پرضد د تعزیراتو نوې لایحې تصویب کړي او په لړ کې به هغه هیوادونه"لکه هند او چین هم په نښه شي چې د روسیې د انرژۍ د سکتور توکي رانیسي او په اوکراین کې د پوتین د جګړې ماشین تمویلوي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG