د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وايي له پوتین سره یې 'ښې خبرې' کړې، خو سمدستې د اوکراین د سولې په اړه موافقه نه شته


ولسمشر ټرمپ وايي له پوتین سره یې په تیلیفون کې خبرې کړې
ولسمشر ټرمپ وايي له پوتین سره یې په تیلیفون کې خبرې کړې

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي چې نن چهارشنبه جون څلورمه (جوزا۱۴) د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره یې «ښې خبرې» وکړې، خو وايي دا خبرې د روسیې او اوکراین ترمنځ عاجل اوربند ته لاره نه پرانیزي.

ولسمشر ټرمپ په خپل سوشل ټروټ کې لیکلي دي: «خبرې یو ساعت او ۱۵ دقېقې وې. موږ د اوکراین له لوري د روسیې په درېدلو الوتکو باندې د برید او د دواړو لورویو له خوا د نورو شویو بریدونو په اړه بحث وکړ.»

ټرمپ وویل چې پوتین وايي د اوکراین د هغو بې پیلوټه الوتکو ځواب به وايي چې په کې په روسیې کې دننه یو شمېر هوایي اډې په نښه شوي دي.

دا تیلیفوني خبرې داسې مهال کېږي، چې په دواړو روسیې او اوکراین باندې فشار دی چې اوربند وکړې ، د دواړو خواو پلاویو په ترکیې کې د سولې مخامخ خبرې کړې.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د روسیې د پېشنهاد شوي اوربند شرایط «یو ضرب العجل» و او نور د ټيټې کچې له پلاویو سره د خبرو ضرورت نه شته.

زیلینسکي وویل چې اوکراین «هره ورځ» چې غوښتنه ورنه وشي ، له پوتین او ټرمپ سره خبرو ته چمتو دی، خو تر داسې خبرو مخکې یې د اوربند غږ وکړ.

پوتین د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په جګړې کې ځنډ به اوکراین ته په وسلو د ځان د بیا سمبالولو فرصت ورکوي. نوموړي سرحد ته نژدې د روسیې په ځینو سیمو باندې د اوکراین په یو شمېر بریدونو انتقاد وکړ او هغه یې د «ترهګرۍ» عمل وباله.

په همدې حال کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اوکراین د ولسمشر له سلاکار اندري یرمک سره خبرې کړې، یرمک واشنګټن ته راغلی.

نوموړي په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې په اوکراین ټینګار کړی چې «د سولې لپاره یې له هر امکان څخه کار اخیستی او اروبند ته چمتو دی-خو روسیه یې ردوي.»

نوموړي وویل په روسیې باندې د فشار راوستو لپاره بندیزونه ضروري دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG