د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د اسرائیل او ایران ترمنځ د روانې جګړې له کبله په بیت المقدس کې یې د امریکا سفارت تړلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا سفارت به د جمعې تر ورځې پورې تړلی وي.
د متحدو ایالتونو سفارت تېره ورځ په خپلې ټولنیزې شبکې ایکس کې لیکلي دي: «موږ په اوس وخت کې د متحدو ایالتونو د وګړو د وتلو په اړه د مرستې کومه اطلاعیه نه لرو. د بهرنیو چارو وزارت تل له کړکیچنو سیمو څخه د امریکايي اتباعو په وتلو کې د مرستې لپاره د احتمالي وضعیت په اړه پلانونه جوړوي. د وتلو د لارو چارو په اړه که نور معلومات ترلاسه شول، امریکايي اتباع به خبر کړو.»
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټیمي بروس تېره ورځ وویل چې د جمعې په ورځ په ایران باندې د اسرائیل له بریدونو وروسته په سیمې کې وضعیت «په چتکۍ سره بدلېدونکی» دی. له هغه راهېسې دواړو هېوادونو په یو بل بریدونه کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ولسمشر ټرمپ په څرګندو ټکو ویلي دي چې «ایران اتومي وسله لرلای نه شي».
ایران دا نه مني چې اتومي پروګرام د پوځي هدف لپاره دی، خو دا یې تائید کړې ده چې داسې وړتیاوې یې رغولې دي، چې په اینده کې د اتومي وسلو جوړولو ته لاره پرانیستلای شي.
بروس وویل: «د امریکايي اتباعو د خبر ساتلو لپاره مو له تېرې اونۍ راهېسې په سیمه کې تر ۳۰ ډېرې امنیتي اطلاعیې خپرې کړې او د عراق او اسرائیل په اړه مو د سفر لارښوونې تازه کړې دي. موږ امریکايي اتباعو ته ور په یادوو چې په هېڅ ډول شرایطو کې اسرائیل او عراق او ایران ته سفر ونه کړي. موږ په سیمې کې پیچلی او تغیر کېدونکی وضعیت څارو او د امریکايي اتباعو اړتیاوې ارزو او پوره کوو.»
نوموړې وویل چې د بهرنیو چارو وزارت په سیمې کې د امریکايي اتباعو او دپلوماتانو سره د مرستې لپاره د همکارۍ چټک ځواک جوړ کړی دی.
هغې د احتمالي انتقال لپاره د الوتکو او دا چې له منځني ختیځ څخه څومره امریکایي اتباعو د وتلو مرسته غوښتې، څه ونه ویل.
فورم \ دبحث خونه