د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د امریکا-چین تجارتي معامله د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو نهايي تائید ته منتظره ده


د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي چې چین به متحده ایالتونو ته مقناطیسونه او کمیابه ځمکني منرالونه انتقالوي او ورسره به په چنیايي توکو باندې تعرفه ۵۵ سلنه لوړه شي.

د سوداګرۍ دا پرانستې معامله ترسره کېدونکې ده او د ولسمشر ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جینپینګ «وروستي تائید» او تصویب ته انتظار باسي.

ټرمپ په ژنیو کې د تیرې میاشتې لومړني سوداګریز تړون ته په اشارې د چهارشنبې په ورځ جون ۱۱ (جوزا۲۱) په خپلې ټولنیزې رسنۍ تروټ سوشل کې لیکلي دي چې چینایي زده کونکو ته به هم اجازه ورکړل شي چې د امریکا په پوهنتونونو او کالجونو کې زده کړې وکړي.

ولسمشر ټرمپ لیکلي دي چې «له چین سره زموږ معامله بشپړه شوه، او د ولسمشر شي [جینپینګ] او زما نهايي تصویب» ته اړتیا لري.

ښاغلي ټرمپ همدغه راز لیکلي دي: «بشپړ مقناطیسونه او د ځمکې هر ډول نادر عناصر چې اړتیا ورته وي چین به یې چمتو کوي. همدغه راز موږ به هم چین ته هغه څه چمتو کوو چې موافقه پرې شوې، په دې کې چینایي زده کونکي هم شامل دي، چې زموږ له کالجونو او پوهنتونونو څخه به کار [ګټه] اخلي (چې زما لپاره تل ښه وو!). موږ به ټولټال ۵۵ سلنه تعرفې ترلاسه کړو، چین به ۱۰سلنه. اړیکي عالي دي! دې موضوع ته ستاسو د پاملرنې څخه مننه.»

په واشنګتن ډي سي کې دچین سفارت لا په دې اړه د امریکا غږ پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

له دې وړاندې امریکا پر چینايي توکو ۳۳سلنه تعرفه لګولې وه. د دواړو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دواړه خواوې د وروستیو اختلافاتو د حل په موخه چې په کې تعرفې، د چین پر نایابو معدني موادو کنترول او له امریکا څخه چین ته د پرمختللې ټکنالوژۍ پر صادراتو محدودیتونه شامل دي، پر یوه موقتي چوکاټ سلا شوي دي.

د دې موافقې اعلان د دوه ورځینو مذاکراتو له پای وروسته پرون په لندن کې وشو.

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د خپل چینایي سیال شي جینپینګ سره تیره اونۍ ټیلفوني خبرې کړې وې چې په کې دواړو خواو په لندن کې پر مذاکراتو توافق کړی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG