ولسمشر دونالډ ټرمپ، لوړ پوړیو پوځي مشرانو او د ایوا ایالت مقاماتو، د امریکا د ملي ګارد هغو دوو امریکايي سرتېرو او یو ملکي ژباړن د جسدونو د انتقال په مراسمو کې برخه واخیسته او هغوی ته یې د درناوي مراتب وړاندې کړل.
د متحدو ایالتونو سنا د چهارشنبې په ورځ د ډسمبر ۱۷مه د ۹۰۱ میلیارد ډالرو د دفاعي لګښتونو لایحه تصویب کړه، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لاسلیک ته د لیړولو لپاره وروستی خنډ هم لرې شو. دا لایحه د ټرمپ د ادارې له تقاضا څخه ۸ میلیارد ډالر زیاته ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هغه به د وینزویلا په ولسمشر نیکولاس مادورو باندې د فشار زیاتولو په ترڅ کې هغه هیواد ته د ټولو تېل وړونکو کښتیو په ننوتلو او وتلو بندیز ولګوي.
ټاکل شوې چې نن چهارشنبه د شپې په نهو بجو (۹:۰۰) د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خپل ولس ته وینا وکړي.
د ټرمپ حکومت د سې شنبې په ورځ امریکا ته د فلسطین د خودمختارې ادارې او ۲۰ نورو هیوادونو په وګړو باندې د سفر د بندیزونو اعلان وکړ.
د سپینې ماڼۍ یو لوړپوړی چارواکی وايي د انرژۍ تنوع ته په کتو، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت هڅه کوي له خصوصي سکتور سره د کان کیندنو تړونونه لاسلیک کړي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ، ( د ډسمبر۱۵) د یو اجرايي فرمان په لاسلیک کولو سره د فنتانیل غیرقانوني ماده او اصلي کیمیاوي ماده، چې د فنتانیل په تولید کې کارول کېږي، د ډله ایزې وژنې د وسلې په توګه معرفي کړل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې په سوریه کې پر امریکایي ځواکونو برید به د اسلامي دولت ډلې داعش ته ډېر زیان ورسوي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ په سوریې کې د دوو امریکایي سرتېرو او یو ژباړن په وژل کېدو خواشیني وښوده او د سخت انتقام اخیستو خبرداری یې ورکړ.
په داسې حال کې چې په اوکراین باندې د روسیې په یرغل کې هره اونۍ لسګونه زره کسان، چې اکثریت یې سرتېري دي وژل کېږي، ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی چې دا جګړه په درېیمې نړیوالې جګړې بدلېدای شي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۱) وویل چې د ایران حکومت له هغه سره د هوکړې لپاره ډېره لېوالتیا لري.
د ترهګرۍ په وړاندې د متحدو ایالتونو د مبارزې د ملي مرکز مشر جو کینټ وايي چې د مخکني ولسمشر جوبایډن په حکومت کې امریکا ته په راغلیو او راوستل شویو کسانو کې یې ۱۸۰۰۰ د پیژندل شويو او مشکوکو ترهګرو په توګه په نښه کړي دي.
نور پورته کول