ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتيفا په نوم ډله چې د کیڼ اړخو کلکه جنګي ډله بلل کیږي، د سیاسي تاوتریخوالي د دوامداره لړۍ له امله د «کورني ترهګر سازمان» په توګه ونوماوه چې په وینا یې د قانوني سیاسي فعالیتونو د مخنیوي او د قانون د واک د خنډ سبب ګرځي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خپل فرمان کې وویل: "انتيفا یو جنګي، او بلواګر سازمان دی چې ښکاره د امریکا د حکومت، د قانون پلي کوونکو چارواکو، او زموږ د قانوني سیستم د نسکورولو غږ کوي."
هغه زیاته کړه، "دا ډله د خپل هدف د ترلاسه کولو لپاره له ناقانونه لارو کار اخلي او په ټول هېواد کې د تاوتریخوالي او ترهګرۍ کمپاین تنظیموي او پر مخ وړي."
په فرمان کې راغلي چې له تاوتریخوالی نه ډکه د انتېفا تګلاره، د فدرالي قوانینو د پلي کولو د مخنیوي لپاره د دوی د تنظیم شویو هڅو سره تړاو لري، چې په کې له وسلو سره مقابله، تنظیم شوې بلواوې، د مهاجرت او ګمرکاتو د ادارې او نورو قانون پلي کوونکو چارواکو پر ضد بریدونه، او همدارنګه د سیاسي څېرو او فعالانو د شخصي معلوماتو خپرول او ګواښونه شامل دي.
ټرمپ وویل، ټول اړوند اجراییوي وزارتونه او ادارې به ټول قانوني واکونه وکاروي چې د انتيفا یا د هغو کسانو ناقانونه فعالیتونه وڅېړي، مخنیوی یې وکړي او له منځه یې یوسي، چې ځان د انتيفا استازي بولي یا یې ملاتړ کوي، په ځانګړې توګه هغه فعالیتونه چې ترهګریز اړخ ولري، او د هغو کسانو پر ضد اړین قضایي اقدامات وکړي چې دا ډول عملیات تمویلوي.
دا اقدام له هغه وروسته کېږي چې یوازې ۱۲ ورځې مخکې، په یوتا والی پوهنتون کې یو وسلهوال کس سیاسي فعال او د ټرمپ ملګری، چارلي کرک، وواژه.
ټرمپ ددې پېښې ملامتي د چپي اړخ په سیاسي څرګندونو واچوله.
۲۲ کلن ټایلر رابنسن په اوو جنايي تورونو تورن شوی، چې پکې په عمدي قتل، د اوروژنې د وسلو ناقانونه کارول، د عدالت خنډ ګرځېدل، او شاهدانو ته ګواښ کول پکې شامل دي.
څارنوالان وايي چې دوی تورن کس ته د اعدام سزا غواړي.
د یوتا کاونټۍ څارنوال جیف ګری په وینا د رابنسن مور څېړونکو ته ویلي چې نوموړی په تېر یو کال کې په احساساتي سیاسي مسلو کې دخېل شوی و، چپ اړخ ته یې تمایل پیدا کړی و، او د همجنسبازو او ټرانسجندر حقونو ملاتړ یې زیات شوی و.
ټرمپ وویل، هیله لري چې «دا بد اخلاقه قاتل» چې د کرک د وژنې مسؤل دی، د قانون له بشپړ ځواک سره مخ شي.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ په اریزونا کې د کرک په یادغونډه کې وویل: "خدای دې وکړي، دی د خپل وحشتناک جرم لپاره تر ټولو سخته سزا وویني. دا یو وحشتناک کار و."
هغه وویل، "د عدلیې وزارت دا مهال د چپي توندلارو شبکو پلټنه کوي، چې د سیاسي تاوتریخوالي تمویل، تنظیم، هڅونه او اعمالو تر شا دي. «موږ فکر کوو چې د دوی ډېر کسان پېژنو."
ټرمپ وویل چې انتيفا ځوان امریکایان استخداموي، روزي، او سختدریځۍ ته یې هڅوي چې په تاوتریخوالي او د سیاسي فعالیتونو په ځپلو کې برخه واخلي، بیا له پېچلو لارو هڅه کوي چې د خپلو غړو هویت پټ کړي، د تمویل سرچینې او فعالیتونه پټ وساتي، او د قانون پلي کوونکي له کاره وغورځوي، او نور غړي ځانته جذب کړي.
فورم \ دبحث خونه