د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د بریکس غړو هیوادونو ته د تعرفو د لګولو خبرداری ورکړ


د بریکس د غړو هیوادونو نقشه
د بریکس د غړو هیوادونو نقشه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې پر هغو هېوادونو به نورې تعرفې ولګوي چې د بریکس [BRICS] د مخ په ودې هېوادونو غړي دي او د هغه په وینا د امریکا ضد پالیسي لري.

د دغوهیوادونو مشرانو د یکشنبې په ورځ په برازیل کې خپله دوه ورځنۍ سرمشریزه غونډه پای ته ورسوله.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپلې ټولینزې شبکې تروت سوشل کې په یوه پوسټ کې، ولیکل: " د بریکس هرهغه هیواد چې د بریکس د امریکا ضد پالیسيو سره یې ځان عیار کړی دی، لس سلنه اضافي تعرفې به پري وضعه شي. پدې پالیسۍ کې به هیڅ استثنا نه وي."

ښاغلي ټرمپ د امریکا ضد پالیسیو په اړه چې ده ورته اشاره کړې وه توضیحات ورنکړل.

بریکس [BRICS] د مخ په ودې لسو هیوادونو ډله ده چې نوم یې د اصلي غړو هیوادونو د نوم د لومړي توري څخه اخیستل شوی دی.

په دې ډله کې برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا شامل دي. تیر کال په دې ډله کې مصر، ایتوپیا، اندونیزیا، ایران او متحده عربي امارات هم شامل شول.

په بریکس کې هغه نړیوال قدرتونه شامل دي چې امریکا یې مخالفین ګڼي لکه چین او روسیه، او دغه راز په دې سازمان کې هغه هیوادونه هم غړیتوب لري چې له امریکا سره امنیتي ملګرتیاوې لري، لکه مصر او متحده عربي امارات شامل دي.

د بریکس غړو هیوادونو د شنبې په ورځ یوه ګډه اعلامیه خپره کړه، او پکې د دوی په وینا "د یو اړخیزو تعرفو او د تعرفو پرته اقداماتو د زیاتوالي له کبله "جدي اندیښنې" څرګنده کړې.

ددوي په وینا دا اقدام سوداګري تحریفوي او د نړیوالې سوداګرۍ سازمان یا [WTO] له قوانینو سره په ټکر کې دي.

داسې ښکاري چې د دې ډلې دا بیان ټرمپ ته متوجه دی، چې په ډیرو هیوادونو باندې یې تعرفې لوړې کړې او ګواښ یې کړی چې په دې کار سره به د اوږدې مودې هغه سوداګریز کسر جبران کړي چې امریکا یې ددغه هیواونه سره لري.

ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په ورځ په تروت سوشل کې په یوه جلا پوسټ کې، د امریکا پر سوداګریزو شریکانو فشار زیات کړ چې د امریکا له خوا د چهارشنبې د ورځې د ټاکل شوې ضرب الاجل څخه مخکې دې د ښاغلي ټرمپ د حکومت سره تعامل وکړي.

هغه وویل چې امریکا به د دوشنبې په ورځ د واشنګټن په وخت د ماسپښین په ۱۲ بجو دغو سوداګریزو شریکانو ته لیکونه واستوي، او دوی ته به د نویو تعرفو په اړه خبر ورکړي چې که دوی د چهارشنبې تر ورځې پورې له امریکا سره تړونونه نهایي نه کړي نو هغه به د امریکا له خوا تعرفې پرې عملي کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG