د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وايي چې د متحده ایالتونو او اروپايي هیوادونو د فشار نه بغیر به روسیه د اوربند د کولو سره موافقه و نه کړي.
زیلینسکي د اوکراین د سومي په ښارګوټي باندې د سه شنبې په ورځ د روسیې په برید نیوکه وکړه چې په کې درې کسان ووژل شول.
هغه وویل چې روسیه په قصدي توګه ملکیان په نښه کوي.
زیلینسکي په ایکس کې لیکلي دي: «هره ورځ د روسیې د وحشت په خاطر زموږ خلک وژل کیږي. هره ورځ، نوي دلایل پيدا کیږي چې په روسیې بندیزونه لا سخت شي او زموږ د دفاعي [ځواکونو] ملاتړ لا غښتلی شي.»
روسیې دا خبره رد کړې ده چې د اوکراین په خلاف په ورځنیو بمباریو کې ملکیان په نښه کوي.
بل پلو ته، د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې د سې شنبې په ورځ وویل چې دوی هغه پل په نښه کړی دی چې روسیه د کریمیا سره نښلوي.
د روسیې رسنیو رپوټ ورکړی چې د پل د پاسه د موټرو تګ او راتګ بند شوی دی. اوکراین د ۲۰۲۲ کال راپدیخوا چې روسیې په اوکراین یرغل وکړ څو ځلې په دغه پل بریدونه کړیدي.
کرملین د سې شنبې په ورځ د روسیې او اوکراین ترمنځ د مذاکراتو څخه یوه ورځ وروسته وویل چې تمه نه کوي د دواړو هیوادونو ترمنځ دې د سولې خبرې ژر نتیجه ورکړي.
د کرملین ویاند دیمتري پيسکوف زیاته کړه چې احتمال یې کم دی چې د زیلنسکي، د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ غونډه دې په نږدې راتلونکي کې وشي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت خبریالانو ته تیره اونۍ وویل چې ټرمپ دواړو پوتین او زیلینسکي ته په ډاګه کړې ده چې جګره باید «د مذاکراتو له لارې حل شي نه د جګړې په ډګر کې.»
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې د دوشنبې د ورځې د خبرو وروسته وویل هیله لري چې د ټرمپ، پوتین او د زیلنسکي ترمنځ غونډه ژر راوغوښتل شي.
فورم \ دبحث خونه