د ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره (یونیسف) وايي چې څلور کاله کېږي چې د افغانستان نجونې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو له حقه بې برخې شوې دي، او د ۲۰۲۵ تر پایه به څه باندې ۲.۲ میلیونه پېغلې له ښوونځي محرومې پاتې شي.
یونیسف د چهارشنبې په ورځ د سپتمبر په ۱۷مه په یوه بیان کې ویلي چې یوازې سږکال له ګاونډیو هېوادونو څخه تر دوو میلیونو ډېر افغانان ورستانه شوي چې له امله یې د هغو نجونو شمېر چې ښوونځیو ته نه شي تلای، لا پسې زیات شوی دی.
د دې ادارې په وینا، د وروستي زلزلې وروسته چې پکې ۱،۱۷۲ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، د مسلکي ښځینه روغتیایي او ټولنیزو کارکوونکو اړتیا خورا روښانه شوې ده.
یونیسف ټینګار کوي چې د ښځینه کارکوونکو موجودیت د بېړنیو مرستو په برابرولو کې ډېر مهم دی، ځکه د ټولنیزو محدودیتونو له امله نارینه کارکوونکي تل د ښځو او کورنیو اړتیاوو ته لاسرسی نه شي لرلای.
یونیسف وایي: “پداسې حال کې چې د نړۍ میلیونونه ماشومان د نوي تعلیمي کال لپاره ښوونځیو ته ستانه شوي، د افغانستان نجونې له دې اساسي حقه بې برخې کېږي. د یونیسف په وینا دا 'د دې عصر یوه ستره بېعدالتي ده.'
دا اداره زیاتوي چې د نجونو د زده کړو دوامداره بندیز د افغانستان د اوږدمهاله ثبات او پرمختګ لپاره ستر ګواښ دی. د دوی په وینا، یو هېواد هیڅکله پرمختګ نه شي کولای که چیرې د نفوس نیمایي برخه یې له ګډو هڅو بې برخې پاتې شي.
یونیسف په ځانګړي ډول د هغو میلیونو نجونو په اړه اندېښنه ښودلې چې په کورونو دننه ایسارې دي. د دې ادارې راپورونه ښيي چې د دغو نجونو د رواني ناروغیو، د وخت نه وړاندې ودونو او د زیږون په وخت د مړينې کچه لوړه شوې ده.
یونیسف یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د نجونو په زدکړو بندیز پای ته ورسوي او ټولو نجونو ته د لومړني، ثانوي او لوړو زده کړو حق ورکړي.
فورم \ دبحث خونه